لاهور۔14فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے دے٬ پرائيوټ سيكټر له وړاندې كېدل وي ٬ حكومت به كاروباري ورورولۍ له ټولې ممكنه آسانۍ وركولو له ټول وسائل كاروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېف پي سي سي آئي لاهور كښې پاکستان اکنامک ګروتھ کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې حكومت په …
د هيواد معيشت په سم لوري روان دے ٬ پرائيوټ سيكټر له به وړاندې كيدل وي ٬ كاروباري ورورولۍ له به ټولې ممكنه آسانۍ وركول وي: د خزانې وزير
لاهور۔14فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے دے٬ پرائيوټ سيكټر له وړاندې كېدل وي ٬ حكومت به كاروباري ورورولۍ له ټولې ممكنه آسانۍ وركولو له ټول وسائل كاروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېف پي سي سي آئي لاهور كښې پاکستان اکنامک ګروتھ کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې حكومت په دې خبره كلك باور لري چې ٬ لكه څنګه چې وزيراعظم شهباز شريف هم وائي ٬ چې پرائېوېټ سېكټر له به رامخے كېدل وي او حكومت به ورته د خپل استطاعت له مخې ټول وسائل او آسانۍ وركوي۔ ده ووئيل د سپر ټېكس جاج به اغستلے شي او دا به كتلې شي چې ددې په قسطونو كښې د ادائيګۍ آساني څنګه وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې د سمينټ پېداوار زيات شوے دے۔ ده ووئيل معيشت په ښه كېدو دے۔ وفاقي وزير ووئيل د كال 2022 په مقابله كښې د تېر كال 2025 سېلاب زيات سخت و ٬ بياهم حكومت نړيوالې ورورولۍ ته د مرستې اپېل ونه كړو ولې چې مونږ خپل وسائل لرل۔ ده ووئيل معيشت د مخكښې په مقابله كښی په ښه پوزيشن كښې دے۔ وفاقي وزير ووئيل ګراني كمه شوې ده او پالېسي رېټ كښې كمي سره معاشي فعاليتونه زيات شوي دي۔ ده ووئيل په برآمدات كښې زياتوالې هم په معيشت ښه اثرات مرتب كوي او د نړيوالو ادارو په ملكي معيشت باور بحال شوے دے۔ ده ووئيل حكومت د شفافيت ته د ودې وركولو عزم لري٬ ډيجيټلائزېشن سره به محصولات زيات او نظام لا سپېځلے شي٬ ټېكس نېټ ته هم پراختيا وركولې شي۔











