د وزيراعظم د هيواد 1 كروړ 21 لكھه مستحقو كورنيو له د روژې مباركې مياشتې پيكج اعلان ٬ هرې كورنۍ له به 13 زره روپۍ وركولې شي : شهباز شريف

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د روژې مباركې مياشتې په مهال 1 كروړ 21 لكهه كورنيو له د كورنۍ په سر د 13 زره روپو حساب سره 38 اربه روپۍ رمضان پېكج اعلان كولو سره وئيلي دي چې د هېواد په ګټ ګټ كښې مستق كسانو ته به د ډیجیټل بېنکنګ دلارې ادائيګي كولې شي۔ هغه د خالي په ورځ د رمضان پېكج 2026 اجرا دستورې ته …

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د روژې مباركې مياشتې په مهال 1 كروړ 21 لكهه كورنيو له د كورنۍ په سر د 13 زره روپو حساب سره 38 اربه روپۍ رمضان پېكج اعلان كولو سره وئيلي دي چې د هېواد په ګټ ګټ كښې مستق كسانو ته به د ډیجیټل بېنکنګ دلارې ادائيګي كولې شي۔ هغه د خالي په ورځ د رمضان پېكج 2026 اجرا دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ ، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ ، د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری ، د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب ، خاص مرستيال هارون اختر خان، د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سېنېټر روبینه خالد او اعلیٰ سرکاری چارواكي هم موجود وو۔ وزیر اعظم دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د روژې مباركه مياشت نه يوازې د بدني عبادت بلكې حلال رزق څخه د وسائلو وېشلو مياشت هم ده٬ د تېر وخت ناوړه بېكاره نظام مو ختم كړو كله به چې د يوټېلېټي سټورز دلارې د خوراك څښاك ناقص څيزونه اخستلو له مستحقينو له د عزت قرباني وركولو سره قطارونو كښې اودرېدل وو٬ په دغې كښې به كرپشن هم كېدو ٬ تېر كال مو مستحقينو لپاره د ډیجیټل ادائیګو سپېځلې نظام معارفي كړو۔ د روان كال په مهال دا لا غوره جوړولو سره د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په شمول په څلورو واړو صوبو او د هېواد په ګټ ګټ كښې به يو كروړ 21 لكه كورنيو له د كورنۍ په سر 13 زره روپۍ وركولې شي۔ په دې حساب سره به ټولې 38 اربه روپۍ وېشلې شي۔ وزیر اعظم بټن وهلو سره د رقم د ترسيل اجرا وكړه۔ دې څخه وړاندې د تخفيف غرب او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه دستورې ته خطاب كښې ووئيل بې وزلي كمولو له اقدامات ٬ سماجي تحفظ او د انسانيت خذمت د موجوده حكومت شعار دے۔ د بي آئي اېس پي سېكرټري عامر احمد علي ووئيل چې مستحقينو لپاره د سپېځلي ادائيګو نظام د وزيراعظم ويژن دے۔ تېر كال د 5 زره روپو پېكج و كوم چې زياتولو سره سږ كال 13 زره ته رسولے شوے دے۔ شفافيت لپاره به ددې هم تھرډ پارټی ویلیډېشن كيږي۔ دده وېنا وه چې د هېلپ لائن 9999 د لارې د پروګرام په اړه معلومات ترلاسه كېدې شي.