د بي اين پي صدر ټولټاكنو كښې په كاميابۍ د مباركۍ او نيكو هيلو په پيغام د صدر مملكت آصف علي زرداري مننه

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د بنګله ديش نېشنلسټ پارتۍ (بي اېن پي) صدر په ټولټاكنو كښې په كاميابۍ د مباركۍ او نيكو هيلو په پيغام د صدر مملكت آصف علي زرداري مننه كړې ده۔ د خالي په ورځ په سوشل ميډيا پلېټ فارم اېکس جاري خپل بيان كښې د بنګله دېش نېشلسټ پارټۍ صدر ووئيل د بنګله دېش او پاكستان ترمينځه د اړيكو يو ګډ تاريخ دے په كوم كښې …

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د بنګله ديش نېشنلسټ پارتۍ (بي اېن پي) صدر په ټولټاكنو كښې په كاميابۍ د مباركۍ او نيكو هيلو په پيغام د صدر مملكت آصف علي زرداري مننه كړې ده۔ د خالي په ورځ په سوشل ميډيا پلېټ فارم اېکس جاري خپل بيان كښې د بنګله دېش نېشلسټ پارټۍ صدر ووئيل د بنګله دېش او پاكستان ترمينځه د اړيكو يو ګډ تاريخ دے په كوم كښې چې چېلنجونه او همكاري دواړه شامل پاتې شوي دي ولې بياهم د دواړو هېوادونو اولس تل مكالمې ٬ دوه اړخيزه احترام او سيمه ايز تړون ته اهميت وركړے دے۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې بي اېن پي هيله لري چې راتلونكو كلونو كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه تعمیری اړيكې لا مضبوطولو ٬ اقتصادي همكارۍ او په اولسي كچه رابطو ته وده وركولو او يوې سولييزې او سوكالۍ سوئيلي آسيا لپاره په ګډه كار كولے شي۔

مزید خبریں