د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د متحده عرب امارات صدر ترمينځه ټېليفوني تماس ٬د پاكستان په مستقل او غېر متزلزل ملاتړ د متحده عرب امارات مننه

لاهور 13فروری(اے پی پی) پاكستان او متحده عرب امارات په شريكې ګټې اډانه مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم پخلے كړے او وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې سخت وخت كښې د پاكستان په مستقل او غېر متزلزل ملاتړ د متحده عرب امارات مننه كړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمعې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات صدر …

لاهور 13فروری(اے پی پی) پاكستان او متحده عرب امارات په شريكې ګټې اډانه مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم پخلے كړے او وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې سخت وخت كښې د پاكستان په مستقل او غېر متزلزل ملاتړ د متحده عرب امارات مننه كړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمعې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات صدر او د ابوظهبي واكمن شيخ محمد بن زايد النهيان سره په ټېليفون خبرې وكړی۔ په زړه پوري ماحول كښې د شوو خبرو اترو په مهال دواړو لارښودو تېره مياشت اسلام آباد او رحيم يار خان كښې د شوو خپلو اوسنو ملاقاتونو ذكر وكړو كوم چې د متحده عرب امارات صدر د پاكستان وړومبۍ سركاري دورې په موقع شوي يو۔وزيراعظم په دې سخت وخت كښې د پاكستان په مستقل او غېر متزلزل ملاتړ د متحده عرب امارات مننه وكړه۔ده ووئيل دا مرسته د دواړو هېوادونو مشرانو او اولس ترمينځه تاريخي او د ورورولۍ اړيكو څرګندونه ده۔دواړو لارښودو د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه په شريكه ګټه اډانه مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم پخلے وكړو۔دواړو مشرانو د شريكې خوښې په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او په رابطه كښې پاتې كېدو ته سلاح شول۔