د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د انډونېزيا دورې په مهال صدر پربووسبيانتو سره ملاقات

اسلام آباد 13فروری(اے پی پی) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د انډونېزيا دورې په مهال صدر پربووسبيانتو سره ملاقات كړے دے ۔د پاك فضائيه مشر په تګ د انډونېزيا صدر په ايوان صدر جكارته كښې هركلے وكړو۔د ملاقات په مهال د پاك فضائيه مشر د پاكستان او انډونيزيا ترمينځه د ورورولۍ اړيكو بنياد جوړېدو شريك اقدار رامخې ته كړل۔ده په خاص توګه تربيت٬فضائي دفاعي …

اسلام آباد 13فروری(اے پی پی) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د انډونېزيا دورې په مهال صدر پربووسبيانتو سره ملاقات كړے دے ۔د پاك فضائيه مشر په تګ د انډونېزيا صدر په ايوان صدر جكارته كښې هركلے وكړو۔د ملاقات په مهال د پاك فضائيه مشر د پاكستان او انډونيزيا ترمينځه د ورورولۍ اړيكو بنياد جوړېدو شريك اقدار رامخې ته كړل۔ده په خاص توګه تربيت٬فضائي دفاعي او دفاعي پیداوار په څانګو كښې دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه مرستې لا مستحكمولو له د عزم څرګندونه وكړه۔د پاك فضائيه وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د انډونيزيا صدر پربوو سبيانتو د پاك فضائيه آئي اېس آر٬ سائبر٬سپيس٬اليكټرانك وارفيئر او بغېر پائلټ فضائي نظام پشان جديد څانګو كښې پېشرفت وستائېلو كوم چې د موجوده مشرتابه ملټي ډومين صلاحيتونو وژن څخه سمون خوري۔ده د پاكستان ايرو سپيس صنعت په دې وروستيو كښې جديد ډيزائن٬اعلٰی تحقيق او سافټ ويئر پېشرفت كښې د ځانګړې پرمختګ هم ستائنه وكړه۔د انډونېزيا صدر د پاك فضائيه جديد تربيتي نظام او ايرو سپيس انفراسټركچر څخه استفادې كولو كولو كښې هم خوښي څرګنده كړه۔د دې څخه وړاندې د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مراشل ظهير احمد بابر سدهو د انډونيزيا دفاع وزير لېفټيننټ جنرل(ر)شفري شمس الدين٬د انډونيشين نېشنل آرمډ فورسز جنرل كمانډر آكس سوبيانتو او د انډونيشين ايئر فورس مشر ايئر مارشل ټوني هر جونو سره هم ملاقاتونه كړې دي۔د پاك فضائيه مشر په تګ په دواړو ځايونو تاريخي كلے وكړے شو او ګارډ آف آنر ورته وړاندې كړے شو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د احترام او قوي اړيكو عكاس دے۔د انډونيشين ايئر چيف سره ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬شريكه تربيته٬پيشه وره تبادلو او ايرو سپيس په څانګه كښې په مرسته تفصيلي خبرې شوي دي۔د انډونيزيا مشر د پاك فضائيه پائلټس عملي تجربې څخه د استفادې ترلاسه كولو خواهش څرګند كړو ٬ په دې د فضائيه مشر د بشپړه مرستې باور وركړو۔د ملاقات په اختتام د پاك فضائيه مشر ته د انډونيشين ايئر فورس اعلٰی ترين اعزاز ميډل آف آنر هم وركړے شو۔دا اعزاز د انډونيزيا حكومت لخوا د انډونيشين فضائيه مشر وړاندې وركړو كوم چې د پاك فضائيه پيشه وره مهارت څرګندونه او دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه د قوي اوږدې مودې فضائي مرستې ودې لپاره د پاك فضائيه د مشر د خذمات اعتراف دے۔د فضائيه مشر د دفاع وزير او چيف آف ډيفنس ځواكونو سره شريك ملاقات هم وكړو چې پكښې په دفاعي او امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پاك فضائيه مشر د انډونيزيا دا تاريخي دوره د پاكستان او انډونيزيا دفاعي اړيكو كښې د مهم سنګ ميل حېثيت لري او دوه اړخيزه عسكري روابط كښې تندۍ څخه د زياتې شوې مرستې عكاسي كوي۔دا ملاقاتونه د دواړو هېوادونو ترمينځه د پيشه وره مرستې٬شريك باور او د تل پاتي دفاعي شراكتدارۍ لا مستحكمولو د شريك عزم توثيق وو۔