د ترهه ګرۍ خلاف د پاکستان د غوره کردار په نړيواله كچه اعتراف، پاکستان د امریکې مهم شراکت دار دے، د امریکې مرستياله خارجه وزير

واشنګټن۔13فروري (اے پي پي) د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د شريك تجارت په څانګو كښې د پاکستان د کردار اعتراف په نړيواله توګه كېږي ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه د پاکستان ترهه ګرۍ خلاف موثر اقدامات او د قربانیو د لارې نړيواله ورورولۍ كښې د يو ذمه وار ریاست په توكه خپل تشخص مضبوط کړے دے ۔ د امریکې مرستياله خارجه وزير پال کپور کانګریس ته وئېلي …

واشنګټن۔13فروري (اے پي پي) د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د شريك تجارت په څانګو كښې د پاکستان د کردار اعتراف په نړيواله توګه كېږي ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه د پاکستان ترهه ګرۍ خلاف موثر اقدامات او د قربانیو د لارې نړيواله ورورولۍ كښې د يو ذمه وار ریاست په توكه خپل تشخص مضبوط کړے دے ۔ د امریکې مرستياله خارجه وزير پال کپور کانګریس ته وئېلي دي منطقه كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره پاکستان د امریکې يو مهم شراکت دار دے۔ د دواړو هېوادونو تر مينځه امنيتي مرسته نه يوازې د ترهه ګرۍ خلاف کارروائیو كښې مرستياله ثابتېږي بلکې داخلي او د پولې پورې د امنيتي خطرو مقابلې له هم معاون ده ۔ هغه ووئېل پاکستان او د امریکې تر مينځه د معدني وسائلو په څانګه كښې مرسته زياتېږي او د توان او كر كېلې په څانګو كښې هم دوه اړخيزه تجارت كښې ښكاره زياتوالے ليدلے كېږي ۔ د دې نه وراندې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او نورو اعلیٰ امریکائي چارواكو هم د ترهه ګرۍ خلاف د پاکستان د کردار اعتراف کړے دے ۔ د پوهانو وېنا ده چې د امریکې سره د امنيتي مرستې سره سره معاشي ، تجارتي او تکنیکي څانګو كښې زياتېدونكې همكاري د پاکستان سټریټجک اهمیت لا رامخې ځلوي ۔ د ترهه ګرۍ خلاف عملي اقدامات او سيمه ايز استحکام لپاره د هلو ځلو له امله پاکستان په يو حقیقي نیټ ریجنل سټیبلائزر په حېث رامخې ته كېږي۔

مزید خبریں