واشنګټن۔13فروري (اے پي پي)د بورډ آف پیس وړومبۍ غونډه په 19 فروري د امریکې پلازمينه واشنګټن كښې كېږي چې پكښې د لږ نه د لږ د 20 هېوادونو د پلاويو ګدون متوقع دے ، غونډه كښې به د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د غزہ لپاره د فنډنګ او پوځي ډلو تعیناتۍ اعلان كوي ۔ د رائټرز راپور تر مخه د امریکې حکومت دوو سینئر عهدیدارو وئېلي دي د امریکې صدر …
د بورډ آف پیس په وړومبۍ غونډه كښې د 20 هېوادونو پلاويو ګدون ، د غزہ بيا رغونې لپاره د اربونو ډالرو، سټیبلائزیشن فورس په اړه د منصوبو اعلان متوقع

مزید خبریں
واشنګټن۔13فروري (اے پي پي)د بورډ آف پیس وړومبۍ غونډه په 19 فروري د امریکې پلازمينه واشنګټن كښې كېږي چې پكښې د لږ نه د لږ د 20 هېوادونو د پلاويو ګدون متوقع دے ، غونډه كښې به د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د غزہ لپاره د فنډنګ او پوځي ډلو تعیناتۍ اعلان كوي ۔ د رائټرز راپور تر مخه د امریکې حکومت دوو سینئر عهدیدارو وئېلي دي د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ به راروانه اوونۍ د غزہ بورډ آف پیس په وړومبۍ رسمي غونډه كښې د غزہ بيا رغونې لپاره د اربونو ډالر او سټیبلائزیشن فورس په د اړه منصوبو اعلان كوي ۔ د امریکې عہدیدارو د نوم نه ښودلو په شرط ووئېل په 19 فروري به واشنګټن ډي سي كښې د غونډې مشري د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ کوي ۔ صدر ټرمپ په 23 جنوري د سوئټرزلینډ په ډیووس ښار كښې د بورډ آف پیس په دستاویز لاس ليك كړے ؤ د كوم توثیق چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په يو قرارداد کښې وكړو ۔د مينځني ختيز هېوادونو د سعودي عرب، مصر، ترکیه او د قطر نه علاوه انډونیزيا هم منصوبه كښې ګدون كړے دے ۔د امریکی چارواكو تر مخه غونډه كښې به يوازې د غزہ معاملات ته پام كولې شي ۔ صدر ټرمپ د غزہ لپاره د اربونو ډالر اعلان به كوي او په دغه كښې به د بورډ غړو لخوا مالیاتي عطیات هم شامل وي ۔ په غزہ كښې انڼرنیشنل سټیبلائزیشن فورس په ځائے كولو سره به صدر ټرمپ د غزہ پلان بل پراؤ پېل كوي د كوم اعلان چې تېر كال ستمبر كښې شوے ؤ ۔د لوظنامې وړومبے پراؤ په 10 اکتوبر غزہ كښې د جنګ بندۍ نه پېل شوے او حماس یرغمال کړي خوشي كړې وو د كومو په بدل چې اسرائیل نيولې فلسطینیان خوشي كړل ۔








