د بورډ آف پيس په وړومبۍ غونډه كښې د ګدون هيڅ اراده نه لرو ٬ روس

ماسكو۔ 12 فروري(اے پي پي) د روسيه صدرارتي وياند دمتري پېسكوف وئېلي دي د كرېمېلن استازي په 19 م فروري د بورډ آف پيس په كېدونكې وړومبۍ غونډه كښې د ګدون هيڅ اراده نه لري۔ د تاس تر مخه هغه ووئېل د دې بورډ د ايجنډې په معامله د روسيه خارجه وزارت غور كوي او خارجه وزارت د بورډ د موضوع تفصيلي جاج اخلي۔ ياد دې وي چې په 22 …

ماسكو۔ 12 فروري(اے پي پي) د روسيه صدرارتي وياند دمتري پېسكوف وئېلي دي د كرېمېلن استازي په 19 م فروري د بورډ آف پيس په كېدونكې وړومبۍ غونډه كښې د ګدون هيڅ اراده نه لري۔ د تاس تر مخه هغه ووئېل د دې بورډ د ايجنډې په معامله د روسيه خارجه وزارت غور كوي او خارجه وزارت د بورډ د موضوع تفصيلي جاج اخلي۔ ياد دې وي چې په 22 جنورۍ ډيووس كښې د ورلډ اكنامك فورم په موقع د 19 هېوادونو استازو د بورډ آف پيس په لوظ نامه لاس ليك كړے ؤ۔ دغې نه پس امرېكې اعلان كړے ؤ چې نور هېوادونه هم په دې كښې شامل شوي دي۔ دا بورډ د اسرائيل او د فلسطين تنظيم حماس تر مينځه د غزه انتظام په اړه د لوظ نامې تر مخه جوړ شوے دے ٬ خو توقع لرلې كېږي چې دا به په نورو منطقو كښې د شخړو مخ نيوي او حل لپاره هم كار كوي۔ واضحه دې وي د بورډ آف پيس وړومبۍ غونډه په 19 م فرورۍ واشنګټن كښې كېدونكې ده ۔

مزید خبریں