د ضرورت نه زیاتې غوښتنې به تسليموو۔ د ایران صدر

تهران۔12فروري (اے پي پي)د ایران صدر مسعود پیزشکیان وئېلي دي زمونږ هېواد پخپل جوهري پروګرام د حد نه زياتو غوښتنو په وړاندې سر ښكته نه كړي ۔ د العربیه اردو تر مخه هغه د ايران انقلابِ 47 مې سالګره په موقع د پايه تخت تهران په آزادۍ سکوائر وېنا كښې ووئېل ایران به د ضرورت نه زياتې غوښتنې تسليم نه كړي ۔ هغه ووئېل ایران به د يرغل په وړاندې …

تهران۔12فروري (اے پي پي)د ایران صدر مسعود پیزشکیان وئېلي دي زمونږ هېواد پخپل جوهري پروګرام د حد نه زياتو غوښتنو په وړاندې سر ښكته نه كړي ۔ د العربیه اردو تر مخه هغه د ايران انقلابِ 47 مې سالګره په موقع د پايه تخت تهران په آزادۍ سکوائر وېنا كښې ووئېل ایران به د ضرورت نه زياتې غوښتنې تسليم نه كړي ۔ هغه ووئېل ایران به د يرغل په وړاندې ټيټ نه شي خو مونږ په منطقه كښې امن راوستو لپاره د ګاونډيانو هېوادونو سره پخپل بشپر طاقت خبرې روانې ساتلې دي ۔ هغه ووئېل زمونږ هېواد د خپل جوهري پروګرام د کوم هم تصدیق لپاره چمتو دے او اصرار يې وكرو چې تهران جوهري وسلې نه غواړي ۔ هغه ووئېل مونږ د جوهري وسلو تر لاسه كول نه غواړو ۔

مزید خبریں