د پاكستان د سوډان ټولو ډلو ته د 2018 امن لوظنامې عملي كولو غږ وكړو

ملګري ملتونه ۔11 فروری(اے پی پی) پاكستان په سوډان كښې د كال 2018 امن لوظنامې لاس ليك كوؤنكو ترمينځه په روان سياسي تعطل او نخښتو كښې په رامخې ته كېدونكي پرله پسې زياتوالي اندېښنې ښكاره كولو سره په ټولو زور راوړے دے چې هغوي په ښه نيت په لوظنامه عملدرآمد پېل كړي او اختلافات د خبرو اترو د لارې لرې كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل سفير عاصم …

ملګري ملتونه ۔11 فروری(اے پی پی) پاكستان په سوډان كښې د كال 2018 امن لوظنامې لاس ليك كوؤنكو ترمينځه په روان سياسي تعطل او نخښتو كښې په رامخې ته كېدونكي پرله پسې زياتوالي اندېښنې ښكاره كولو سره په ټولو زور راوړے دے چې هغوي په ښه نيت په لوظنامه عملدرآمد پېل كړي او اختلافات د خبرو اترو د لارې لرې كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل سفير عاصم افتخار احمد د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې ووئيل دا د قامی اتفاقِ د لوظ تازه كولو وخت دے۔ ده خبردارے وركړو چې كه صورتحال قابو نه كړے شو نو د دې زيان به تر ټولو اول د سوډان اولس پورته كوي او د دې به سنګينې نتيجې رامخې ته شي۔ سفیر عاصم افتخار احمد په سوډان كښې د ملګرو ملتونو امن مشن (یو اېن اېم آئی اېس اېس) كردار زيات مهم ګرځولو سره ووئيل د زياتېدونكې سياسي غېر يقيني صورتحال او بېن القبائل تشدد په سيمه پرېوتونكي اثرات تر مخه د مشن فعاله او مضبوط پاتي كېدل ضروري دي۔ ده د ملګرو ملتونو د عملې حفاظت سلامتيا په باوري كولو هم زور راوړو۔ ده دا خبره په ګوته كړه چې د سلامتي كونسل لخوا په منظور كړو 17 زره پوځي اهلكارو كښې دا مهال نزدې 9 زره 700 اهلکار په يو اېن اېم آئي اېس اېس كښې موجود دي او په ګاونډي هېواد سوډان كښې د روانې شخړې د لاسه اپرېل 2023 څخه تر دې دمه 13 لكه كسان سوئيلي سوډان ته منتقل شوي دي چې ورسره دغلته وړاندې څخه فشار سره مخ نظام لا اغېزمن شوے۔ پاكستاني استازي په دې خبره زور راوړو چې د یو اېن اېم آئی اېس اېس موده كښې دې پراختيا وكړې شي او امن مشنز لپاره ټاكلي مالي واجبات دې په وخت او په بشپړه توګه ادا كړے شي

مزید خبریں