كاناډا كښې په سکول كښې ډزې 9 كسان ووژل شول

اوټاوا ۔11فروري (اے پي پي) کاناډا كښې په يو سکول د ډزو په نتیجه كښې 9 كسان وژلې شوي دي ۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ایف پي د وفاقي پولیس تر مخه ووئېل پیښه د هېواد په مغربي سيمه د برټش کولمبیا په ټمبلر ریج ښار كښې رامخې ته شوه ۔ د رائل کینیډین پولیس هم وېنا ده د دې سيمهې نه د يو كس مړے تر لاسه …

اوټاوا ۔11فروري (اے پي پي) کاناډا كښې په يو سکول د ډزو په نتیجه كښې 9 كسان وژلې شوي دي ۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ایف پي د وفاقي پولیس تر مخه ووئېل پیښه د هېواد په مغربي سيمه د برټش کولمبیا په ټمبلر ریج ښار كښې رامخې ته شوه ۔ د رائل کینیډین پولیس هم وېنا ده د دې سيمهې نه د يو كس مړے تر لاسه شوے دے د كوم پحقله چې د پولیس خیال دے چې هم ده په سكول ډزې وكړې او ېيا يې ځان ووژلو ۔ د پولیس وياند تر مخه 27 ژوبل شوو كښې د دوو حالت اندیښمند دے۔ د ماسپخين پیښې نه پس د پولیس د اړخه الرټ جاري كړے شوے او بريد كونكے په ریج سیکنډري سکول یا نزدې سيمه كښې موجود كېدے شي۔ د اطلاع په تر لاسه پولیس موقعې ته رسېدلي او سکول يې ولټولو ، د چرته نه چې په ابتدائي توګه د 6 كسانو مړي موندلې شوي او او په دغه كښې مشتبه بريد كونكے نه ؤ ۔دغسې يو ژوبل شوے هسپتال ته د منتقل کېدو په مهال مړ شوے ۔ د پولیس دا هم وېنا وه د سکول دننه سټاف لپاره جوړو استوګنو نه هم دوه مړي تر لاسه شوي او خیال دا دے چې دا هم په سکول كښې په ډزو وژلې شوي ۔ د کاناډا مقامي میډیا دا رپورټ هم وركړے دے چې بريد كونكې مېرمن وه ، خو د کیپټل پولیس د اړخه د ممکنه بريد كونكې په اړه زیات تفصیلات نه دي وركړې شوي ۔د پیښې په اړه د پولیس ډسټرکټ کمانډر کین فلوئډ وېنا ده دا كار يو دم رامخې ته شوے صورت حال دے د كومې مخ نيوي كښې چې په سکول كښې موجود كسانو او د مقامي خلقو مرستې زمونږ په کارروائۍ كښې مهم کردار ادا کړو ۔ د هغه وېنا وه دا زمونږ د ښار او د خلقو لپاره يو مشکل او حد نه لرونكې جذباتي ورځ ده ۔ټمبلر رج برټش د کولمبیا تر ټولو لويې ښار وینکوور په شمال كښې نزدې يو او سل کلومیټه په مسافت دے۔

مزید خبریں