اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي د پاکستان او انډونيزيا ترمينځه د دوه اړخيزه سرمايه کارۍ زياتولو پراخه موقعې شته، دواړو هېوادونه د شريكي مرستي څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔د سرمايه کارۍ بورډ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده دا خبره اسلام آباد كښې د انډونيزيا د سرمايه کارۍ وزير روزان روسلاني او د هغه …
د پاکستان او انډونيزيا ترمينځه دوه اړخيزه سرمايه کارۍ زياتولو پراخه موقعې شته، دواړو هېوادونه د شريكي مرستي څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي د پاکستان او انډونيزيا ترمينځه د دوه اړخيزه سرمايه کارۍ زياتولو پراخه موقعې شته، دواړو هېوادونه د شريكي مرستي څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔د سرمايه کارۍ بورډ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده دا خبره اسلام آباد كښې د انډونيزيا د سرمايه کارۍ وزير روزان روسلاني او د هغه د پلاوي هركلي كولو سره وكړه۔ قيصر احمد شيخ ووئيل بورډ آف انويسټمنټ سرمايه کارو له هر هر ممکن سهولت او رهنمائي وركولو له لوظي دے،د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد كښې د سرمايه کارۍ ودي لپاره د جامع ريګوليټري اصلاحات عمل روان دے۔ده ووئيل د آسان کاروبار ايکټ ترمخه د سرمايه کارۍ ماحول لا ښه كوو دغسې چې سرمايه کارو ته آسان او شفاف نظام ترلاسه شي۔ده د انډونيزيا پلاوې خصوصي اقتصادي زونز كښې د موجود موقعو څخه هم خبر كړو۔ ده ووئيل د سرمايه کارۍ لپاره 6 زره ايكړه څخه زياته زمكه بېله شوې ۔قيصر احمد شيخ ووئيل د پاکستان په بېلو څانګو كښې د سرمايه کارۍ منصوبې د انډونيزيا پلاوي ته وړاندې كړې شوي او دواړه هېوادونه به په شريكه مرسته دوه اړخيزه سرمايه کارۍ او همكارۍ ته وده وركوي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې بورډ آف انويسټمنټ به د سرمايه کارۍ ودې او کاروباري ماحول ښه كولو له نور هم اقدامات وكړي۔










