د سمندر پورې پاکستانیانو ترسیلات زر كښې په وړومبو 7 مياشتو كښې په كلنه توګه 11.3 فیصد زياتوالے،حجم 23.2 ارب ډالر ته ورسېد ،سټیټ بینک

اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي)د سمندر پورې پاکستانیانو ترسیلات زر كښې د روان مالي كال په وړومبو 7 مياشتو كښې په كلنه توګه 11.3 فیصد زياتوالے راغلے ، په جنورۍ كښې ترسیلات زر كښې په كلنه توګه 15.4 فیصد شرح نمو ریکارډ کړې شوه ۔ د سټیټ بینک تر مخه د جولائي نه تر جنورۍ د سمندر پورې پاكستيانيانو ترسیلات زر حجم 23.2 ارب ډالر ریکارډ کړے شو كوم چې …

اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي)د سمندر پورې پاکستانیانو ترسیلات زر كښې د روان مالي كال په وړومبو 7 مياشتو كښې په كلنه توګه 11.3 فیصد زياتوالے راغلے ، په جنورۍ كښې ترسیلات زر كښې په كلنه توګه 15.4 فیصد شرح نمو ریکارډ کړې شوه ۔ د سټیټ بینک تر مخه د جولائي نه تر جنورۍ د سمندر پورې پاكستيانيانو ترسیلات زر حجم 23.2 ارب ډالر ریکارډ کړے شو كوم چې د تېر مالي كال د دې مودې په مقابل كښې 11.3 فیصد زیات دے، د تېر مالي كال په دې موده كښې د سمندر پورې پاکستانیانو 20.9 ارب ډالر ترسیلات زر رالېږلې وو ۔ په جنورۍ كښې د سمندر پورې پاکستانیانو 3.5 ارب ډالر زرمبادله رالېږلې ده كومه چېد تېر كال جنورۍ په مقابل كښې 15.4 فیصد زیاتہ ده ۔ دش مېرو تر مخه د سعودي عرب د ترسیلات زر په اړه تر ټولو وړومبے هېواد ؤ ، جنورۍ كښې د سعودي عرب څڅه 739.6 ملین ډالر ، متحدہ عرب امارات نه 694.2 ملین ډالر، برطانیه نه 572.1 ملین ډالر او امریکې څخه 294.7 ملین ډالر ترسیلات زر راغلي دي ۔

مزید خبریں