په راتلونكي بجټ كښې به صنعتي څانګې له په کارپوريټ ټيکس كښې ريليف وركولې شي۔ هارون اختر خان

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي حكومت صنعتي كارونه زياتولو لپاره د ټېكس بار كمولو پرېكړې كړې ده، كومې لپاره چې به آئي اېم اېف سره هم رجوع كولې شي۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل په راتلونكي بجټ كښې به صنعتي څانګې له په کارپوريټ ټيکس كښې ريليف وركولې شي٬ د صنعت او پېداوار …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي حكومت صنعتي كارونه زياتولو لپاره د ټېكس بار كمولو پرېكړې كړې ده، كومې لپاره چې به آئي اېم اېف سره هم رجوع كولې شي۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل په راتلونكي بجټ كښې به صنعتي څانګې له په کارپوريټ ټيکس كښې ريليف وركولې شي٬ د صنعت او پېداوار وزارت په دې لړ كښې چمتو والے نيولے دے ۔ ده ووئيل په جي ډي پي كښې د صنعتي څانګې برخه زياتول او په برامدات كښې اضافې لپاره جامع پلان جوړ شوے دے۔ ده ووئيل د پاکستان سټيل ملز بحالي لپاره پنځه لويې كمپنۍ سرمايه كارۍ له اماده دي او په څلورو كالو كښې به سټيل ملز بيا فعاله كړې شي ٬ په دې لړ كښې د روسيه دوو كمپنيو سره هم خبرې حتمي پړاٶ كښې دي۔ ده ووئيل تر جون كال 2026 به شوګر سيکټر ډي ريګوليټ كړے شي او حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل جامع صنعتي پاليسۍ راوړاندې كوي چې له مخ يې په جي ډي پي كښې د صنعتي څانګې برخه د 18 نه 26 فيصده هدف ساتلے شوے ۔ ده ووئيل موبائل فون، ټريکټرز او سولر بيټرۍ “ميډ اِن پاکستان” جوړولو پلان كوٶ او د ګرډ سټوريج ټيکنالوجۍ لپاره په نوې پاليسۍ هم كار روان دے۔

مزید خبریں