په اېن ډي يو كښې د روان “قيادت او استحكام لپاره د شپږم نړيوال وركشاپ” ګډون كوٶنكو د خارجه وزارت دوره

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) په نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ (اېن ډي يو) كښې د روان "قيادت او استحكام لپاره د شپږم نړيوال وركشاپ" ګډون كوٶنكو د خارجه وزارت دوره وكړه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي په انټراېكټو سېشن كښې پلاوي ته د پاكستان د خارجه پاليسۍ٬ تشكيل٬ مقاصد او ترجيحات سره سره د خارجه وزارت د …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) په نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ (اېن ډي يو) كښې د روان “قيادت او استحكام لپاره د شپږم نړيوال وركشاپ” ګډون كوٶنكو د خارجه وزارت دوره وكړه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي په انټراېكټو سېشن كښې پلاوي ته د پاكستان د خارجه پاليسۍ٬ تشكيل٬ مقاصد او ترجيحات سره سره د خارجه وزارت د وركنګ او تنظيمي ډھانچې په اړه بريفنګ وركړو٬ په نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ كښې په انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز ريسرچ اينډ ايناليسس كښې د روان ورکشاپ په ګډون كوٶنكو كښې د پنځو براعظمونو د 50 څخه د زياتو هېوادونو علمي پوهانو٬ پېشه ورو او د لوړې كچې پاليسي ساز شامل وو چې پكښې د پاكستان نمائندګان هم موجود وو۔

مزید خبریں