اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ازبكستان سره د خوراك ٬ زراعت ٬ معدنيات ٬ آئي ټي ٬ سيلګرۍ ٬ صحت او بينكارۍ په شمول مهمو څانګونو كښې همكارۍ ته وركولو له د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د ازبكستان د صدر شوكت مرزیایوف د پاكستان اوسنۍ تاريخي سركاري دورې په ثمراتو د مؤثر عملدرآد په حاجت زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د ايوان …
د صدر مملكت آصف علي زرداري ازبكستان سره د خوراك ٬ زراعت ٬ معدنيات ٬ آئي ټي ٬ سيلګرۍ ٬ صحت او بينكارۍ په شمول مهمو څانګونو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ازبكستان سره د خوراك ٬ زراعت ٬ معدنيات ٬ آئي ټي ٬ سيلګرۍ ٬ صحت او بينكارۍ په شمول مهمو څانګونو كښې همكارۍ ته وركولو له د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د ازبكستان د صدر شوكت مرزیایوف د پاكستان اوسنۍ تاريخي سركاري دورې په ثمراتو د مؤثر عملدرآد په حاجت زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې د ازبكستان سفر عليشر تختايف سره په ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال وكړه چا چې د ازبك صدر شوكت مرزيايوف لخوا صدر مملكت ته يو خط هم وړاندے كړو۔ په خپل خط كښې ازبك صدر د پاكستان دورې په مهال په غېر معمولي مېلمستيا او تود هركلي د صدر آصف علي زرداري ٬ د پاكستان حكومت او د پاكستاني اولس مننه وكړه۔ ده د پاكستان د اعلی ترين سول اعزاز نشانِ پاکستان او اعزازی پروفېسرشپ و ډاکټرېټ په ډالۍ كولو هم د تشكر څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت ووئيل چې پاكستان ازبكستان سره د ورورولۍ خپلو نزدو اړيكو ته زيات اهميت وركوي۔ ده د ازبكستان د صدر شوكت مرزیایوف د پاكستان اوسنۍ تاريخي سركاري دورې په ثمراتو د مؤثر عملدرآد په حاجت زور راوړلو سره په مهمو څانګو كښې ازبکستان سره همكارۍ ته وده وركولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ ده پاكستان څخه د حلالې غوښې ٬ د مېوو او آلو په درآمد كښې د ازبكستان خوښي د دوه اړخيزه تجارت ودې پلو يو مثبت ګام وګرځولو۔ صدر شوکت مرزیایوف خپله بلنه تكرار كړه كومه چې هغه صدر مملكت ته د ملاقات په مهال وركړی وه۔ صدرِ مملکت آصف علی زرداری بلنه قبلولو سره پاكستاني چارواكو ته هدايت وكړو چې هغه دې ازبك همڅنګو سره رابطه كولو سره دې ته د روان كال په پايه كښې حتمي شكل وركړي۔ صدرِ مملکت په اسلام آباد كښې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې څخه وروستو د يووالي په څرګندونه او د ملاتړ په پېغام د ازبك صدر مننه وكړه او د امن ٬ استحكام او پرمختګ شريك سفر روان ساتلو له يۍ د پاكستان ازبكستان د عزم پخلے وكړو۔ د ازبكستان سفير صدر مملكت خبر كړو چې ازبكستان د اسلام آباد په سېكټر ايف سيون كښې بابر پارك جوړولوكښې خوښي لري او په دې لړ كښې يو اړوند وزير به په راروانه اونۍ كښې د اسلام آباد دوره كوي دغسې چې پاكستاني چارواكو سره په منصوبه خبره وكړې شي۔










