اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د ټولو سياسي ګوندونو غړو په ترلائي كښې په امام باړه د ځانمرګي بريد غندنې كولو سره دا د هند پراكسي وار او غېر اعلانيه جنګ ګرځولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې د هېواد غېر مستحكمولو د سازش مخه كولو لپاره خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ يوو۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د معمول كاروائي …
د ټولو سياسي ګوندونو غړو په ترلائي كښې په امام باړه د ځانمرګي بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د ټولو سياسي ګوندونو غړو په ترلائي كښې په امام باړه د ځانمرګي بريد غندنې كولو سره دا د هند پراكسي وار او غېر اعلانيه جنګ ګرځولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې د هېواد غېر مستحكمولو د سازش مخه كولو لپاره خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ يوو۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د معمول كاروائي معطل كولو سره په ترلائي كښې په امام باړه د ځانمرګي بريد په پېښه بحث وشو۔ د پيپلز پارټي عبدالقادر پټيل ووئيل د ترهګرۍ پېښې بندې شوې ضرور وې ولې د ترلائي پېښې مونږ راولړځولو٬ مونږ له به د ترهګرۍ په ضد پرېكنده اقدامات كول وي، د ترهګرۍ په ضد د جوړې كړې ادارې نيکټا زه په ايوان كښې غړې نامزد كړے يم خو د دې يوه غونډه نه ده شوې٬ پخوانې سپيکر اسد قيصر ووئيل په ترلائي كښې په امام باړه ځانمرګي بريد كښې د قېمتي ځانونو زيان شوے٬ د ژوبل شوو مو په روغتون كښې عيادت كړے ٬ د دې پېښې غندنه كوٶ٬ د دې نه وړاندې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې دا ډولې پېښې شوي دي او پرله پسې داسې پېښې كېږي كومې چې د غندې وړ دي۔ د جميعت علمائے اسلام مولانا عبدالغفور حيدري ووئيل په ترلائي كښې په امام باړه كښې په ځانمرګي بريد كښې يو شمېر كسان پحق رسېدلي دي٬ جے يو آئي د دې غندنه كوي او غمژنو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كوي٬ مونږ په بلوچستان ژړل چې هلته خلق مري٬ ژوبل كېږي٬ د يرې ماحول دے٬ ده ووئېل دغه غم ٶ چې په اسلام آباد ځانمرګے بريد وشو٬ پوښتنه دا ده چې د دې مخنيوي ولې نه كېږي۔ عبدالغفور حيدري ووئيل په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د حکومت رټ نشته٬ ھغه دې بحال كړے شي٬ مونږ د هند په ضد جنګ كښې خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ يوو ٬ مونږ له به پخپلو پاليسو نظرثاني كول وي۔










