سعودي عرب د پاكستان پخوانے شراكتدار دے٬مهمو او اقتصادي څانګو كښې كوټلې او ګټورې مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب عرب نيوز سره خبرې

اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سعودي عرب د پاكستان پخوانے شراكتدار ګرځولو سره په مهمو اقتصادي څانګو كښې كوټلې او ګټورې مرستې لا قوي كولو په حاجت زور راوړے دے۔ده دا خبره د ګل په ورځ د سعودي عرب العلا ښار كښې د كنفرنس په موقع د سعودي ورځپاڼې عرب نيوز سره په خبرو كښې كړې۔د خزانې وزير ووئيل د نړيوال …

اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سعودي عرب د پاكستان پخوانے شراكتدار ګرځولو سره په مهمو اقتصادي څانګو كښې كوټلې او ګټورې مرستې لا قوي كولو په حاجت زور راوړے دے۔ده دا خبره د ګل په ورځ د سعودي عرب العلا ښار كښې د كنفرنس په موقع د سعودي ورځپاڼې عرب نيوز سره په خبرو كښې كړې۔د خزانې وزير ووئيل د نړيوال جغرافيائي سياسي٬تاؤ تريخوالي باوجود پاكستان او د سعودي عرب اړيكې مستحكمې شوي دي۔سعودي عرب د اوږدې مودې راهيسې د پاكستان شراكتدار دے٬مونږ په دې مرسته مننه كوو كومه چې مونږ ته په هر سخت وخت كښې ترلاسه ده۔اوس مونږ معاشي استحكام ترلاسه كړے٬مونږ د پرمختګ لپاره په يو قوي مقام ولاړ يو٬د خزانې وزير ووئيل د پاك سعودي عرب شراكتدارۍ په نتيجه كښې معدنيات او كان كني٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬زراعت او د سيلګرۍ پشمول په ګڼو څانګو كښې سرمايه كاري ممكن شوې۔ده د سعودي عرب سرمايه كارۍ او يو فعاله سلسلې حواله وركولو سره ووئيل د وافي د پاكستان ډاؤن سټريم آئل اينډ ګيس په څانګه كښې شموليت يو مثال دے۔ده ووئيل سعودي عرب په پاكستان كښې په ترجيحي څانګو كښې شامل دے او په هغې كښې سرمايه كارۍ لپاره يې خپل خواهش ښكاره كړے دے ۔وړاندې څخه ځينې سرمايه كاري راغلې٬د سرمايه كارۍ يو فعاله پائپ لائن شته۔د خزانې وزير ووئيل په دې څانګو كښې پرمختګ د نجي څانګې هلې ځلې مخ په وړاندې بيائي ۔دغسې د حكومتونو ترمينځه مرسته په بنيادي توګه د بنيادي ډهانچې پرمختګ ته پام لرنه كوي۔بيورو كريسي او د تاخير په اړه د سرمايه كارو پخوانۍ اندېښنې منلو سره د خزانې وزير ووئيل د تېرو دوو كلونو په مهال پاكستان ډهانچه جاتي اصلاحات٬مالياتي نظم وضبط او كاروباري ماحول كښې ښه والي لپاره پېشرفت كړے۔د خزانې وزير د توان په څانګه كښې د سعودي عرب د تجربې څخه د استفادې كولو د موقعو ذكر وكړو او د دفاعي پیداوار په ميدان كښې يې د روانې مرستې حواله وركړه۔د سباؤن په اړه ده ووئيل پاكستان سعودي عرب سره اړيكې په مرسته د انحصار په ځاے د تجارت او سرمايه كارۍ په بنياد بوتلل غواړي۔د پاكستان وزيراعظم واضحه كړې ده چې مونږ غواړو چې دا مرسته د تجارت او سرمايه كارۍ پلو منتقل كړې شي۔

مزید خبریں