فيصل آباد/چنيوټ 09 فروري (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي د چنيوټ سيمه د تيرو 33 كلونو راهسې زما سره ده او زه ابتدا څخه دا عزم لرم چې چنيوټ به د پاکستان تعليمي آکسفورډ جوړولې شي،قامونو او د ټولني د پرمختګ يواځنۍ لاره معياري تعليم دے د كوم د لارې چې نه يواځې غريبي ختميدې شي بلکه كوټلي پرمختګ هم ترلاسه …
چنيوټ د پاکستان تعليمي آکسفورډ جوړولو له لوظي يو، تعليم د غريبۍ څخه د خلاصي او معاشي پرمختګ يواځنۍ لاره ده۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
فيصل آباد/چنيوټ 09 فروري (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي د چنيوټ سيمه د تيرو 33 كلونو راهسې زما سره ده او زه ابتدا څخه دا عزم لرم چې چنيوټ به د پاکستان تعليمي آکسفورډ جوړولې شي،قامونو او د ټولني د پرمختګ يواځنۍ لاره معياري تعليم دے د كوم د لارې چې نه يواځې غريبي ختميدې شي بلکه كوټلي پرمختګ هم ترلاسه كيدے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ګورنمنټ کالج يونيورسټي فيصل آباد چنيوټ کيمپس كښې د ګرلز هاسټل او سپورټس کمپليکس پرانستي په موقع وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د پاکستان کلن برآمدات دا مهال نزدې 32 اربه ډالره دې دغسې د چين برآمدات 5 زره اربه ډالره ته رسيدلې، چين دا مقام يواځې تعليم كښې د پرله پسې سرمايه کارۍ د لارې ترلاسه كړے دے ۔ده ووئيل چين د تعليم په وجه 70 کروړه وګړي د غريبۍ څخه بهر كړي دغسې پاکستان كښې نن هم ګڼ شمير كسان د تعليم څخه لرې دي كوم چې زموڼږ لپاره دفكر خبر ده۔ قيصر احمد شيخ د تير وخت په معاشي پاليسيو تنقيد کولو سره ووئيل پخواني دور كښې به د مالداره بچو له په اربونو روپۍ قرض وركړې كيدې چې په نتيجه كښې يې هېواد ډيفالټ کيدو ته رسيدلې وو۔ده ووئيل چين پرله پسې تر 35 كالو 10 فيصده شرح نمو ترلاسه كړې دغسې نن هم مونږ 7 نه تر 8 فيصده شرح نمو ته نه يو رسيدلي چې وجه يې تعليم او انساني وسائل ته پام لرنه نه كول دي۔وفاقي وزير د فاسټ يونيورسټي چنيوټ کيمپس جوړولو حواله وركولو سره ووئيل فاسټ يونيورسټي په ابتدا كښې يواځې لاهور كښې وه،دغسې د پرله پسې هڅو او اختيار لرونكو سره د رابطو د لارې چنيوټ كښې د دې کيمپس جوړ شو ۔ ده ووئيل یونیورسټۍ له ويړيا زمكه وركړې شوې او په ابتدا كښې وګړو دا اندېښنه لرله چې جنګل نما سيمه كښې دا اداره به څنګه كاميابه شي خو نن فاسټ یونیورسټی چنیوټ کیمپس يوه کامیابه تعلیمی ادارہ ده ۔بل خوا د چنیوټ يوه كلي واله سيمه كښې د میډیکل کیمپ دورې په موقع وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ ووئيل په دې کیمپ كښې رنځورانو له ويړيا طبي آسانۍ وركړې كيږي او داروګان غير د معاوضې وركړې كيږي دغسې د تشویشناك حالت رنځوران ويړيا روغتون ته رسولې كيږي۔ده ووئيل کیمپ كښې مستند او پوهه ډاكټران خپل خذمات ترسره كوي دغسې چې كلي والې آبادۍ له معیاری طبی سهولیات وركړے شي۔










