اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په اسلام آباد امام بارګاہ كښې كښې په ترسره شوي ځانمرګي بريد كښې 33 كسان مړه او 150 ژوبل شوي ٬ ژوبل شوو ته په روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ كولو سره طبي آسانۍ وركړې شوي۔ په امام بارګاه كښې د پوليس دوه اهلكار تعينات وو بياهم بريد دومره تند وو چې هغوي يۍ مخنيوي …
په ترلائي ځانمرګي بريد كښې 33 كسان شهيدان٬ 150 ژوبل شول ٬ ترهګر افغانستان كښې تربيه ترلاسه كړې ٬ په شا يۍ د هند لاس ؤ ٬ طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په اسلام آباد امام بارګاہ كښې كښې په ترسره شوي ځانمرګي بريد كښې 33 كسان مړه او 150 ژوبل شوي ٬ ژوبل شوو ته په روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ كولو سره طبي آسانۍ وركړې شوي۔ په امام بارګاه كښې د پوليس دوه اهلكار تعينات وو بياهم بريد دومره تند وو چې هغوي يۍ مخنيوي ته جوړ نه شول۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښی په ترلائي كښې د ترسره شوي بريد په اړه پالېسي بيان وركولو سره ده ووئيل په ترلائی امام بارګاہ خدیجة الکبریٰ كښې د جمعې مونځ له راغلې كسان په سجده پراته وو چې دغه وخت يو ترهګر په ګارډز ډزې وكړې چې ورسره هغه ژوبل شو او ځانمرګے جومات ته ننوتلو او په وروستي صف كښې يۍ ځان والوزولو۔ له پېښی سمدستي وروستو ژوبل شوي كسان سركاري او نجي روغتونونو ته راوړلے شول۔ په دې پېښه كښې 33 كسان شهيدان شوي په كومو كښې چې زياتره ځوانان دي۔ په چاؤدنه كښې د ژوبل شوو شمېره 150 څخه زياته ده۔ ده ووئيل د آئي جي كزن په دې بريد كښی شهيد شوے او د هغه تره ژوبل شوے دے۔ له چاؤدنې څخه وروستو قانون نفاذ كوونكو ادارو په عصري بنيادونو تحقيقات پیل كړل او دوه څخه تر درېو ساعتو كښې يۍ د ځانمرګي شناخت وكړو۔ د هغه نامه ياسر د پلار نوم بهادر خان دے٬ هغه د پېښور و۔ د هغه يو عزيز اسلام آباد او بل اډياله روډ څخه ګرفتار كړے شوے۔ په نوره كارروائۍ كولو څلور ترهګر نوښار كښې نيولې شوي دي۔ ده ووئېل يو ترهګر وژلے شوے او د كے پي پولس يو اے اېس آئي شهيد شوے۔ يو ځانمرګے بريد كونكے نيولے شوے هم دے۔ ده ووئيل ځانمرګي بريد كونكې افغانستان كښې تربيه ترلاسه كړې وه۔ ده ووئيل د اسلام آباد پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو ممكنه اقدامات له امله د ترهګرۍ يو شمېر پېښې ناكامه شوي دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد په ټولو جوماتونو كښې د مونځ په وخت كښې پوليس ځوانان تعينات كړې شوي دي۔ ده ووئيل ادارو ته چې تر دې دمه كوم ثبوتونه ترلاسه شوي له هغې څخه دا ثابتيږي چې ترهګر ټوله تربيه په افغانستان كښې ترلاسه كړې وه او د هغه په شا د هند لاس ؤ ۔ مونږ د دغې غندنه كوو او نړۍ هم د دغې غندنه كړې ده۔ ده ووئېل دغسې نړۍ په رياستي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ هم غندنه كړې ده










