اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) سینیټ كښې د اسلام آباد په امام باړه خديجة الكبريٰ كښې د ځانمرګي بريد شهيدانو لپاره لاس نيوه وشوه ۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر په درخواست سينيټر مولانا عطاء الرحمان شهيدانو لپاره لاس نيوې كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه ٬ غړو د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره په هېواد كښې سولې …
سينيټ كښې د اسلام آباد ځانمرګي بريد شهيدانو لپاره لاس نيوه وشوه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) سینیټ كښې د اسلام آباد په امام باړه خديجة الكبريٰ كښې د ځانمرګي بريد شهيدانو لپاره لاس نيوه وشوه ۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر په درخواست سينيټر مولانا عطاء الرحمان شهيدانو لپاره لاس نيوې كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه ٬ غړو د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره په هېواد كښې سولې ثبات لپاره هم دعا وكړه ۔ په دې موقع د پارلماني چارو وزير طارق فضل چوهدري ايوان خبر كړو چې د افسوس وړ په دې پېښه كښې د 33 نه زيات كسان شهيدان او د 150 نه زيات ژوبل شوي او دا ئې يوه لويه قامي پېښه وګرځوله۔ په اسلام آباد چاٶدنه كښې د قېمتي ځانونو په زيان د سېنېټ غړو په وېنا د ايوان پاتې كاروائي معطل كړې شوه او شهيدانو او په ځانمرګي بريد خاص بحث لپاره قرارداد منظور كړے شو۔










