لاهور 09 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي ميرټ، سپېځلتيا او يو برابر موقعې وركول د حكومت د پاليسۍ بنيادي ستن ده، د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې ځوانانو ته د كوم امتياز نه غېر موقعې وركړې كېږي ۔ دا خبره ده د ګل په ورځ رائل پام ګالف اينډ كنټري كلب لاهور كښې د پاكستان انټرنيشنل كلنري چيمپئن شپ 2026 …
د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې ځوانانو ته د كوم امتياز نه غېر موقعې وركړې كېږي۔ رانا مشهود احمد خان

مزید خبریں
لاهور 09 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي ميرټ، سپېځلتيا او يو برابر موقعې وركول د حكومت د پاليسۍ بنيادي ستن ده، د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې ځوانانو ته د كوم امتياز نه غېر موقعې وركړې كېږي ۔ دا خبره ده د ګل په ورځ رائل پام ګالف اينډ كنټري كلب لاهور كښې د پاكستان انټرنيشنل كلنري چيمپئن شپ 2026 دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون په مهال وكړه ۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د وزيراعظم يوتھ پروګرام جوړولو مقصد يوازې ځوانان اختيار منده جوړول دي٬ كومې لپاره چې مونږ شپه او ورځ هڅې كوٶ، مونږ ځوانان د جديدو تقاضو سره سمولو لپاره به دوي ته د روايتي تعليم سره سره فني تعليم هم وركول وي۔ رانا مشهود ووئيل حكومت ځوانان اختيار منده جوړولو لپاره په جامع تګلاره عمل كوي٬ چې له مخې يې ليپ ټاپ سكيم، سكالرشپس، انټرن شپ پروګرامز او د هنرمندۍ د تربيې منصوبې پېل كړې شوي دي دغسې چې ځوانان د عملي ژوند تقاضو له مخې چمتو كړے شي۔ ده ووئيل ميرټ، سپېځلتيا او مساوي موقعې وركول د حكومت د پاليسۍ بنيادي ستن ده، د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې ځوانانو ته د كوم امتياز نه غېر موقعې وركړې كېږي










