جاپان، پارلیماني ټاكنو كښې واكمن اتحاد اکثریت تر لاسه كړو ، د سانائے تاکائیچي بيا وزیراعظم جوړېدو امکانات زيات شول

ټوکیو۔9فروري (اے پي پي)د جاپان لانديني (ایوان نمائندګان) په ټاكنو كښې لبرل ډیموکریټک پارټي او د جاپان انوویشن پارټي باندې مشتمل واكمن اتحاد په دريو كښې دوه برخې اکثریت تر لاسه كرو ۔د این ایچ کے د اړخه جاري ابتدائی نتائج تر مخه وزیراعظم سانائے تاکائیچي د لبرل ډیموکریټک ګوند په 465 كښې 316 چوكۍ ګټلې دي او د جاپان انوویشن پارټي کته 36 چوكۍ تر لاسه شوې ۔ د …

ټوکیو۔9فروري (اے پي پي)د جاپان لانديني (ایوان نمائندګان) په ټاكنو كښې لبرل ډیموکریټک پارټي او د جاپان انوویشن پارټي باندې مشتمل واكمن اتحاد په دريو كښې دوه برخې اکثریت تر لاسه كرو ۔د این ایچ کے د اړخه جاري ابتدائی نتائج تر مخه وزیراعظم سانائے تاکائیچي د لبرل ډیموکریټک ګوند په 465 كښې 316 چوكۍ ګټلې دي او د جاپان انوویشن پارټي کته 36 چوكۍ تر لاسه شوې ۔ د اپوزیشن ګوندونو په اړه آئیني ډیموکریټک پارټي اود کومیتو په اشتراک سره جوړ نوي ګوند 49 چوكۍ تر لاسه كړې ۔ دې نه پرته ډیموکریټک پارټي فار دي پیپل کو 28 ، سانسیټو 15 ، فیوچر ټیم 11 او د جاپان کمیونسټ پارټي ته 4 چوګۍ تر لاسه شوې ۔ د جاپان د پارلیمان لانديني ايوان د 465 چوكو لپاره د اتوار په ورځ ټاكنې وش۔ د دې کامیابۍ نه پس د سانائے تاکائیچي د بيا وزیراعظم جوړېدو امکانات زيات شول او په دريو كښې د دوه اکثریت نه پس په قانون سازۍ كښې آساني هم متوقع دي ۔ ياد دې وي د 64 كلنه سانائے تاکائیچي په اکتوبر كښې د واكمن ګوند لبرل ډیموکریټک پارټي مشر جوړېدو نه بس وزیراعظم جوړ شو ے ؤ

مزید خبریں