خاص مرستيال رانا احسان افضل خان په اسلام آباد انټرنيشنل ايئرپورټ د كمبوډيا د تجارت وزير ته هركلے اووې

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د وزیراعظم د تجارت خصوصي مرستيال رانا احسان افضل خان د ګل په ورځ د اسلام آباد انټرنېشنل ائیرپورټ په سټېټ لاؤنج كښې د كمبوډيا د تجارت وزيرې چام نېمول ته هركلے اووې۔ د اعلی كچ يو پلاوي سره چام نېمول په پاکستان کمبوډیا جوائنټ ټرېډ کمېټي (10 -11 فروري 2026) كښې ګډون لپاره پاكستان ته رارسېدلے دے۔ د جے ټي سي پرانستې غونډه تېر …

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د وزیراعظم د تجارت خصوصي مرستيال رانا احسان افضل خان د ګل په ورځ د اسلام آباد انټرنېشنل ائیرپورټ په سټېټ لاؤنج كښې د كمبوډيا د تجارت وزيرې چام نېمول ته هركلے اووې۔ د اعلی كچ يو پلاوي سره چام نېمول په پاکستان کمبوډیا جوائنټ ټرېډ کمېټي (10 -11 فروري 2026) كښې ګډون لپاره پاكستان ته رارسېدلے دے۔ د جے ټي سي پرانستې غونډه تېر كال د جنورۍ په 21 مه نېټه په نوم پنه كښې شوې وه د كومې مشري چې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان كړې وه۔ جے ټي سي دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ او اقتصادي همكاري مخ په وړاندې بوتللو له د بنيادي پلېټ فارم په توګه كار كوي۔ د پاکستان او كمبوډيا ترمينځه سفارتي اړيكو ته په 28 مئی 1952 باضابطه شكل وركړېے شوے ؤ۔ پاكستان په هغه وړومبو هېوادونو كښې شامل ؤ كومو چې د كمبوډيا آزادي تسليم كړې وه۔ هر څو كه د دوه اړخيزه تجارت حجم معمولي پاتي كيږي ٬ پاكستان ته پرله پسې سرپلس ترلاسه دے۔ په مالي كال 2024-25 كښې پاكستان د 4.70 ملین امریکائي ډالر درآمد كولو په مقابل كښې کمبوډیا ته د 29.2 ملین امریکائي ډالرو څيزونه برآمد كړل چې ورسره د 24.5 ملین امریکائي ډالرو تجارتي توازن ترلاسه شو۔ د دورې په مهال به د پی ټي اے د خبرو پېل په رسمي توګه اعلانولےې شي۔ د پاكستان حكومت كمبوډيا سره د اقتصادي اړيكو پراخه كولو ٬ تلپاتي پرمختګ ته د ودې وركولو او د تجارتي او سرمايه كارۍ زياتېدونكو رابطو د لارې د شريكې ګټې پرانستلو عزم لري۔

مزید خبریں