اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف تر كال 2030 د مصنوعي زېركتيا (اے آئي) په څانګه كښې د يو ارب ډالرو مصرف كولو، د اے آئي نصاب جوړولو، په اے آئي كښې پي ايچ ډي لپاره زر وظائف وركولو، د آئي ټي او د اے آئي په اړه استعداد كښې اضافې لپاره په قامي كچه د پروګرام پېل كولو اعلان سره ووئيل د ځوانانو زياتې …
ځوانانو ته د مصنوعي ظېركتيا تربيه وركولو سره زراعت، صنعت او د تجارت پشمول هره څانګه كښې انقلاب راوستلے كېدے شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د انډس اے آئي ويك 2026 پرانستې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف تر كال 2030 د مصنوعي زېركتيا (اے آئي) په څانګه كښې د يو ارب ډالرو مصرف كولو، د اے آئي نصاب جوړولو، په اے آئي كښې پي ايچ ډي لپاره زر وظائف وركولو، د آئي ټي او د اے آئي په اړه استعداد كښې اضافې لپاره په قامي كچه د پروګرام پېل كولو اعلان سره ووئيل د ځوانانو زياتې آبادۍ ته د اے آئي تربيه وركولو سره زراعت، صنعت او د تجارت پشمول هره څانګه كښې انقلاب راوستلے كېدے شي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د انډس اے آئي ويك 2026 پرانستې دستوره ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر سره سره وفاقي وزيران احسن اقبال ، شزه فاطمه خواجه ، عطاء الله تارړ او د دوست هېوادونو سفارتي او اعليٰ سركاري چارواكي هم موجود وو۔










