په اسلامي نړۍ كښې د سائنسي مرستې او اولسي روغتيا ودې لپاره د كامسټېك كردار د ستائنې وړ دے۔ سيد مصطفٰې كمال

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰې كمال وئيلي دي په اسلامي نړۍ كښې د سائنسي مرستې او اولسي صحت ودې لپاره د كامسټېك كردار ستائنې كولو سره ووئيل پاكستان دا مهال 13 واكسين درامد كوي خو د حكومت هدف دے چې تر كال 2030 په قامي كچه د واكسين جوړولو صلاحيت ترلاسه كړې شي كومې لپاره چې به د او آئي سي غړو …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰې كمال وئيلي دي په اسلامي نړۍ كښې د سائنسي مرستې او اولسي صحت ودې لپاره د كامسټېك كردار ستائنې كولو سره ووئيل پاكستان دا مهال 13 واكسين درامد كوي خو د حكومت هدف دے چې تر كال 2030 په قامي كچه د واكسين جوړولو صلاحيت ترلاسه كړې شي كومې لپاره چې به د او آئي سي غړو هېوادونو څخه مرسته تر لاسه كولې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د اسلامي مرستې تنظيم په غړو هېوادونو كښې د واکسين خود کفالت او د صحت تحفظ قوي كولو لپاره د او آئي سي واکسين مينوفيکچررز ګروپ څلورمې غونډه كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون په مهال كړې۔ وفاقي وزير په دې موقع د او آئي سي غړو هېوادونو ترمېنځه د يو مشتركه واكسين اتحاد جوړولو تجويز هم وړاندې كړو دغسې چې د اسلامي نړۍ نزدې د يو ارب نوي كروړه كسانو ته د صحت ورمخې ته چېلنجز په موثره توګه مخه ونيولې شي۔ د او آئي سي واکسین مینوفیکچررز ګروپ دا غونډه به د واكسين شتون، ګټې، معیار او سيمه ايز خود کفالت لپاره واضح سفارشات او لائحې پائې ته رسوڅي كومې چې به نه يوازې د او آئي سي هېوادونو بلكې په نړيواله كچه د صحت تحفظ كښې مهم كردار ولوبوي۔

مزید خبریں