اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د اردو ژبې ودې او دا جديد تقاضو سره سمولو لپاره په مصنوعي ذهانت اډانه لسانياتي سافټ ويئر "اردو لپاره ګراموره" د مخ كتنې دستوره وشوه٬ په دستوره كښې د تعليم وزير مملكت وجيهه قمر او سينئر سياستدان سينيټر پروېز رشيد د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو٬ د مخ كتنې دستورې كوربه وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر …
په اوپن يونيورسټۍ كښې اردو لپاره د اے آئي سافټ ويئر ګراموره د مخ كتنې دستوره

مزید خبریں
اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د اردو ژبې ودې او دا جديد تقاضو سره سمولو لپاره په مصنوعي ذهانت اډانه لسانياتي سافټ ويئر “اردو لپاره ګراموره” د مخ كتنې دستوره وشوه٬ په دستوره كښې د تعليم وزير مملكت وجيهه قمر او سينئر سياستدان سينيټر پروېز رشيد د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو٬ د مخ كتنې دستورې كوربه وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ناصر محمود ؤ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د تعليم وزيرمملكت وجيهه قمر ووئيل اردو زمونږ شناخت او د تهذيبي ورثې علامت ده او دا د مصنوعي ذهانت په څېر جديد ټيکنالوجي سره تړل د وخت مهم ضرورت دے۔ دې ووئيل دا سافټ ويئر به تعليمي تحقيق، ډيجيټل لرننګ، ترجمه او د نيچرل لينګويج پروسيسنګ په څانګو كښې ځانګړې پېشرفت ثابت شي۔ په دې موقع سينيټر پرويز رشيد ووئيل اردو يوازې د رابطې ژبه نه ده بلكې زمونږ د فكري او تهذيبي تاريخ امين ده او د دې نوعيت لسانياتي سافټ ويئر به د اردو ژبې ډيجيټل سباٶن محفوظولو كښې مهم كردار ولوبوي ٬ دا سافټ ويئر يو غېر معمولي او د ستائنې وړ اقدام دے كوم چې تر اوسه په شوو كارونو كښې مهم سنګ ميل دے۔










