اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت حج 2026 ته سترګې په لار عازمين لپاره مهم هدايات جاري كولو سره د سعودي وېزه لپاره د بائيو مېټرك نېټې غزولو اعلان كړے دے۔ د مذهبي چارو وياند له مخې اوس عازمين خپل بائیو مېټرک تصدیق تر 17 فرورۍ بشپړولې شي۔ د مذهبي چارو وياند په ډاګه كړه چې د حج وېزه ترلاسه كولو له بائيو مېټرك يو لازمي شرط …
حج 2026 ٬ د سعودي ويزه لپلاره بائيو ميټرك نيټه وغزولې شوه ٬ 17 مه فروري به وروستۍ نيټه وي

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت حج 2026 ته سترګې په لار عازمين لپاره مهم هدايات جاري كولو سره د سعودي وېزه لپاره د بائيو مېټرك نېټې غزولو اعلان كړے دے۔ د مذهبي چارو وياند له مخې اوس عازمين خپل بائیو مېټرک تصدیق تر 17 فرورۍ بشپړولې شي۔ د مذهبي چارو وياند په ډاګه كړه چې د حج وېزه ترلاسه كولو له بائيو مېټرك يو لازمي شرط دے۔ له دې عمل پرته د وېزې اجرا به ممكن نه وي۔ عازمین د سعودی وېزہ بائیو مېټرک مخصوص موبائل اېپ د لارې كور كښې پاتې كېدو سره د خپل شناخت عمل ترسره كولےې شي۔ كوم عازمېن چې اېپ نه كاروي هغوي د هېواد 6 ښارونو كښې سعودی تاشیرہ سېنټرز ته په تګ خپل بائیو مېټرک كولې شي۔ وياند تاكيد وكړو چې تاشیرہ سېنټرز څخه ترلاسه كېدونكے رسيد يا تصديقي اي مېل د ځان سره خوندي وساتئ۔ د ده وېنا وه چې له بائیو مېټرک پرته به حج وېزه نه لګي٬ ټول عازمين دې تر ټاكلې مودې یعنی 17 فرورۍ دا عمل په هر صورت بشپړ كړي دغسې چې سباؤن كښې كومې ستونزې سره مخ نشي










