اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د انفارمېشن ټیکنالوجی وفاقی وزیرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي انډس اے آئي ویك سره به پوهنتونونو، اسټارټ اپس او نړيوالو کمپنیو تر مينځه مرسته ممكن شي، ډیجیټل سکلز پروګرام سره اولس له بنیادی د مصنوعي زېركتيا پوهي وركړې كيږي، ټیکس نظام كښې د اے آئی ټریك اینډ ټریس سره شفافیت زيات شوے، پاکستان جدت، علم او د پرمختګ مزل روان ساتلے۔د دې …
پاکستان د ډیجیټل انقلاب پلو په عزم سره مخ په وړاندې روان دے، انډس اے آئی ویك سره به پوهنتونونو ، اسټارټ اپس او نړيوالو کمپنیو تر مينځه مرسته ممكن شي۔شزا فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د انفارمېشن ټیکنالوجی وفاقی وزیرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي انډس اے آئي ویك سره به پوهنتونونو، اسټارټ اپس او نړيوالو کمپنیو تر مينځه مرسته ممكن شي، ډیجیټل سکلز پروګرام سره اولس له بنیادی د مصنوعي زېركتيا پوهي وركړې كيږي، ټیکس نظام كښې د اے آئی ټریك اینډ ټریس سره شفافیت زيات شوے، پاکستان جدت، علم او د پرمختګ مزل روان ساتلے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د انډس اے آئي ویك پرانستې دستوري ته وينا كښې وكړه۔ د پرانستې دستوره كښې وزیراعظم محمد شهباز شریف، د اطلاعات وفاقي وزیر عطا الله تارړ، وفاقي وزیر احسن اقبال او نورو نه علاوه نړيوال پوهان هم موجود وو۔ وفاقی وزیري شزا فاطمه خواجه ووئيل انډس اے آئی ویك 2026 په باقاعدہ توګه پېل شوے، وزیراعظم په مشرۍ كښې د قامي ډیجیټائزیشن او اے آئی په پالیسۍ عمل روان دے، پاکستان ډیجیټل انقلاب پلو عزم سره مخ په وړاندې روان دے۔دې ووئيل ډیجیټل نیشن پاکستان ایکټ ترمخه قامي ډیجیټل روډ میپ جوړ شوے،نېشنل ډیجیټل کمېشن د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې جوړ شوے دے ۔










