اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي د وزيراعظم وژن له مخې سرکاري ادارو كښې انقلابي بدلونونه راوستلې كيږي، حکومتي اصلاحات مقصد د عام وګړي ژوند كښې آسانۍ راوستل دي، پاور سيکټر كښې اصلاحات سره ګرځنده قرض كښې 1.25 ټريليونه روپۍ كمے شوے٬ يو نه تر يو نيم كال په مهال د وفاقي حکومت سل فيصده فائلونه ډيجيټل …
د حکومتي اصلاحات مقصد د عام وګړي ژوند كښې آساني راوستل دي۔ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير د پاکستان ريفارمز رپورټ 2025 لانچنګ دستوري ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي د وزيراعظم وژن له مخې سرکاري ادارو كښې انقلابي بدلونونه راوستلې كيږي، حکومتي اصلاحات مقصد د عام وګړي ژوند كښې آسانۍ راوستل دي، پاور سيکټر كښې اصلاحات سره ګرځنده قرض كښې 1.25 ټريليونه روپۍ كمے شوے٬ يو نه تر يو نيم كال په مهال د وفاقي حکومت سل فيصده فائلونه ډيجيټل شوي،اوس څوك هم په ډيجټل نظام كښې پټيدې نشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ځائې هوټل كښې پاکستان ريفارمز رپورټ 2026 لانچنګ دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل يو كال كښې 650 څخه زيات اصلاحات شوي دغسې تير كال 620 اصلاحات شوي وو،بيوروکريټك نظام كښې پاك بدلون ته اړتيا ده دغسې چې اولس مشکلات سره نه مخ كيږي، ده ووئېل د ډيجيټل اصلاحات مقصد اولس له تر سروسز رسنه آسانول دي،د اصلاحات مقصد وګړي د ستونزو څخه بچ كول دي،وړاندې كړې ريفارمز ايجنډا د هغه اصول تر مخه ترتيب شوي۔ ده ووئبل مالياتي ادارو سره سره قانوني ، ريګوليټري، سکيورټي ، سماجي تحفظ ، بشري حقونو ، کلائميټ او كلتوري ادارو كښې اصلاحات معارتي كيږي۔










