د مذهبي چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې د علماء و مشائخ هنګامي غونډي نه پس شريكه اعلاميه جاري شوه، د اسلام آباد ځانمرګي بريد غندنه وشوه، د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ او رياست سره د يووالي څرګندونه

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د علماء و مشائخ يوه هنګامي غونډه وشوه چې پكښې د اسلام آباد ځانمرګي بريد غندنې كولو سره د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ او رياست سره د يووالي څرګندونه وشوه ۔د غونډي ګډون كوونكو د روژې مياشت ترمخه قام ته د صبر، تقويٰ او شريكي همدردۍ پيغام وركولو سره …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د علماء و مشائخ يوه هنګامي غونډه وشوه چې پكښې د اسلام آباد ځانمرګي بريد غندنې كولو سره د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ او رياست سره د يووالي څرګندونه وشوه ۔د غونډي ګډون كوونكو د روژې مياشت ترمخه قام ته د صبر، تقويٰ او شريكي همدردۍ پيغام وركولو سره اپيل وكړو چې د منبر و محراب د لارې د مسلكونو ترمينځه همغږۍ او اخلاقي تربيې ته ودې وركړې شي دغسې چې د دښمن د تفرقه انګيزۍ هر سازش ناكامه كړې شي۔د غونډي اعلاميه كښې اسلام آباد كښې د جمعې مونځ په مهال د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنه وشوه او واضحه كړې شوه چې د عبادت ځايونو كښې د بے ګناه مونځ كوونكو په نخښه كول د اسلامي تعليمات او آئيني و اخلاقي اصول په ضد عمل دے۔غونډي د فتنه الخوارج ګمراه كن سوچ او د ترهه ګرۍ ټولي بيانې په بشپړه ډول رد كولو سره عزم وكړو چې پاكستان ته د زيان رسونكو ټولو سازشونو به مقابله كولې شي۔

مزید خبریں