اسلام آباد۔9فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی سره خپل اطالوي همڅنګ میټیو پینټے ډوسی او اروپائي كمشنر مېګنس برنر تماس ونيولو او په اسلام آباد كښې د شوې اوسنۍ ځان مرګې چاؤدنې يۍ په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ اطالوی وزیر میټیو پینټے ډوسی د ترهګرۍ بريد كښی په شوي ځاني زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګدونه كولو سره ووئيل د دې دړدېدلې پېښې …
اسلام آباد ځانمرګې چاؤدنه ٬ د اطاليا او اروپائي ائتلاف سخته غندنه ٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د يووالي څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔9فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی سره خپل اطالوي همڅنګ میټیو پینټے ډوسی او اروپائي كمشنر مېګنس برنر تماس ونيولو او په اسلام آباد كښې د شوې اوسنۍ ځان مرګې چاؤدنې يۍ په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ اطالوی وزیر میټیو پینټے ډوسی د ترهګرۍ بريد كښی په شوي ځاني زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګدونه كولو سره ووئيل د دې دړدېدلې پېښې خبر په اورېدو راته سخت خفګان ورسېد۔ د اطاليا حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې پاكستاني ورونړو خوېندو او ځپليو كورنيو سره يو برابر ولاړ دي ٬ مونږ د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوو او په دې شريك خطر قابو موندلو له هر ډول مرسته كولو له چمتؤ يوو۔ بل اړخ ته اروپائي كمشنر مېګنس برنر هم ځپليو سره خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل د غم دړد په دې وخت كښې زمونږ دعاګانې پاكستاني اولس سره دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د يووالي په پېغامونو د نړيوالو لارښودو مننه وكړه۔ ده د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د اولس عزم تكرارولو سره ووئيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ټولې نړۍ لپاره د يو ډھال كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل نن نړۍ امن دښمنه عناصرو څخه محفوظ جوړولو له په نړيواله كچه د تېر وخت په مقابله كښې زياتو مضبوطو او پرله پسې اقدماتو ته اړتيا ده۔










