د صدر مملکت آصف علی زرداری د جاپان وزيراعظمې ته په ټاكنو كښې په تاريخي بريا ترلاسه كولو مباركي

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی):صدر مملکت آصف علی زرداری د جاپان وزيراعظمې سانائے تاکائیچی ته د قومي اسمبلۍ په ټاكنو كښې د هغې د لبرل ډېموکرېټک پارټۍ (اېل ډی پی) په تاريخي او زيات اكثريت سره د كاميابۍ په ترلاسه كولو د زړه له كومي مباركي وركړې ده چې په نتيجه كښې يۍ د هغې ګوند په ايوان كښې ښكاره اكثريت ترلاسه كړو۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر …

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی):صدر مملکت آصف علی زرداری د جاپان وزيراعظمې سانائے تاکائیچی ته د قومي اسمبلۍ په ټاكنو كښې د هغې د لبرل ډېموکرېټک پارټۍ (اېل ډی پی) په تاريخي او زيات اكثريت سره د كاميابۍ په ترلاسه كولو د زړه له كومي مباركي وركړې ده چې په نتيجه كښې يۍ د هغې ګوند په ايوان كښې ښكاره اكثريت ترلاسه كړو۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې په ټاكنو كښې دا پرېكنده كاميابي د جاپاني اولس د وزيراعظمې سانائے تاکائیچی په مشرتابه او د جاپان مضبوط جوړولو عزم عكاسي كوي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل چې غېر معمولی اولسي مېنډېټ، كوم چې 1955 څخه وروستو ګوند لپاره يو ريكارډ دے ٬ جاپان لپاره په يو نازك پړاؤ د وزیرِاعظمې سانائے تاکائیچی د پالېسۍ د سم لوري او د طرز حكمرانۍ د ايجنډې د توثيق څرګندونه ده۔ ده وزيراعظمې سانائے تاکائیچی لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره وويل چې هغه به د جاپاني اولس لخوا سپارلې شوې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي۔ ده باور څرګند كړو چې د هغې په مشرۍ كښې به جاپان د استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان پاتے شي۔ صدرِ مملکت د پاكستان او جاپان ترمينځه د ملګرتيا اړيكو لا مضبوطولو او د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته وده وركولو كښې د پاكستان خوښي هم تكرار كړه دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس استفاده وكړې شي۔

مزید خبریں