ازبكستان صدر شوکت مرزایوف د پاکستان دوره، دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو كښې لوئ پیش رفت،ګڼو څانګو كښې به 28 معاهدو او مفاہمتی یادداښتونو لاس ليك

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د ازبکستان صدر شوکت مرزایوف د پاکستان دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو كښې يو لوئ پیش رفت پېل شوے او دواړو هېوادونو په بېلو څانګو كښې په 28 معاهدو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړې، كلن تجارتی حجم تر 2 اربه ډالره رسولو هدف مقرر كړې شوے۔رپورټ له مخې دا دوره نړيوالو تجارتی لارو كښې بدلون او توان …

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د ازبکستان صدر شوکت مرزایوف د پاکستان دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو كښې يو لوئ پیش رفت پېل شوے او دواړو هېوادونو په بېلو څانګو كښې په 28 معاهدو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړې، كلن تجارتی حجم تر 2 اربه ډالره رسولو هدف مقرر كړې شوے۔رپورټ له مخې دا دوره نړيوالو تجارتی لارو كښې بدلون او توان او خوراك سلامتيا لپاره زيات شوې خدشات په تناظر كښې شوي۔وزیراعظم شهباز شریف او د ازبکستان صدر شوکت مرزایوف په يوه شريكه اعلامیه لاس ليك كړې چې پكښې قوي اسټریټجکي شراکت دارۍ عزم تصدیق شوې۔ پاكستان او ازبكستان د شريكې اعلاميې پشمول د تجارت ، انفارمیشن ټیکنالوجی، زراعت و غذائی تحفظ، کان کنی، دفاعی مرستې ، ماحولیاتی بدلون ، لوبو او كلتور، داروګانو جوړولو ، د نشه اي توكو مخ نيوي او نورو څانګو كښې د مرستې په 28 لوظ نامو او ایم او یوز لاس ليك كړے دے ۔ دوي راروانو 5 كلونو كښې دوه اړخيزه تجارت تر 2 اربه ډالره رسولو لپاره يوه معاهدہ هم كړي۔لاس ليك شوي دستاویزات د دواړو هېوادونو خارجه چارو وزارتونو ترمينځه 2025-2008 لپاره د مرستې په لوظ نامه خارجه وزير اسحاق ډار او د ازبكستان صدر خارجه چارو صلاحكار٬ د پري فيرنشل ټريډ ايګريمنټ له مخې د ګډز لسټ پراختيا په پروټوكول د تجارت وزير جام كمال خان او د ازبكستان د سرمايه كارۍ او تجارت وزير٬ د ټيكسټائل او ملبوسات څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې په لوظ نامه د تجارت وزير جام كمال خان٬ د ازبكستان لائټ انډسټري پرمختګ لپاره د جوړې ادارې ډائرېكټر٬، د کان کني او جيو سائنس څانګه كښې مرستي لپاره د پټروليم ډويژن وزارت او د ازبکستان مائننګ او جيو سائنس صنعت ترمينځه د مفاهمت په يادښت خارجه وزير اسحاق ډار او د ازبکستان کان کني و جيالوجي وزير ، د سزا يافته مجرمانو تبادلې /حوالګۍ په لوظ نامه د كورنيو چارو وزير مملکت چوهدري طلال احمد او د ازبکستان صدر د خارجه چارو صلاحكار ، د منشيات مخنيوي لپاره د مرستي په لوظنامه د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري او د ازبکستان صدر صلاحكار،د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن په څانګو كښې د دواړو هېوادونو اړوندو وزارتونو كښې د مفاهمت په يادښت لاس ليك د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کام وزير شزا فاطمه خواجه او د ازبکستان د سرمايه کاري و تجارت وزير، د سائنسي تعليم ، کلچرل و آرکيټيکچرل هيريټيج تحفظ و تحقيق و ودې لپاره په لوظنامه د قامي كلتوري ورثې وزير اورنګزيب کھچي او د ازبکستان د كلتور وزير،د كلتور په څانګه كښې مرستي لپاره د دواړو هېوادونو اړوندو وزارتونو كښې د مرستي په لوظنامه وفاقي وزير اورنګزيب کھچي او د ازبکستان د كلتور وزير،د پاکستان ايګري کلچر ريسرچ کونسل ، پي اے آر سي او د ازبکستان زراعت وزارت ترمينځه په اېم او يو وفاقي وزير رانا تنوير او د ازبکستان د زراعت وزير، د تازه ميوو درآمد لپاره د فائټو ضروريات پورا کولو لپاره د پلانټ پروټيکشن په څانګه كښې په پروټوکول د دواړو هېوادونو د زراعت وزيرانو، د فوډ سيکورټي لپاره د مرستي په لوظنامه د دواړو هېوادونو د زراعت و فوډ سيکورټي وزيرانو ، کراچۍ ، ګوادر، پورټ قاسم بندر ځايونو د کارګو کنټينرز په اړه د ميري ټائم ټريډ اينډ پيري فيرنشل پورټ ارينجنمنټس لپاره په ايم او يو د بحري چارو وزير جنيد انوار چوهدري او د ازبکستان د سرمايه کاري و تجارت وزير ٬ د دفاعي مرستي لپاره په ايکشن پلان او روډ ميپ د دفاع وزير خواجه محمد آصف او د ازبکستان د دفاع وزير ، اين ډي ايم اے او د ازبکستان اکالوجي و ماحولياتي بدلون د قامي کمېټۍ ترمينځه اکالوجي و ماحولياتي بدلون او د ډيزاسټر مينجمنټ په څانګه كښې په ايم او يو د دفاع وزير خواجه آصف او د ازبکستان د دفاع وزير ، د اين ډي ايم اے او ازبکستان هنګامي صورتحال وزارت ترمينځه ډيزاسټر مينجمنټ په څانګه كښې مرستي لپاره په ايم او يو هم د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو،كوچني او مينځنۍ درجې کاروبار كښې سهولت لپاره د صنعت و پيداوار وزارت او د ازبکستان اکانومي و فنانس وزارت ترمينځه په ايم او يو د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او د ازبکستان د سرمايه کارۍ او تجارت وزير ،د ډرګ ريګوليټري اتھارټي او ازبکستان فارماسيوټيکل مصنوعات لپاره د سټيټ انسټي ټيوشن سنټر ترمينځه دفارماسيوټيکل مصنوعات ريګوليټري چارو په اړه مرستي لپاره په اېم او يو د صحت وزير مصطفيٰ کمال او د ازبکستان فارماسيوټيکل انډسټري ډويلپمنټ ادارې ډائريکټر ، د فزيکل کلچر و سپورټس په څانګه كښې مرستي لپاره د پاکستان سپورټس بورډ او ازبکستان د كلتور وزارت ترمينځه په ايم او يو د بين الصوبائي رابطو وزير رانا ثناء الله او ازبکستان د سرمايه کارۍ او تجارت وزير ترمينځه د لاس ليك وشو او دستاويزات تبادله وشوه ۔ دې نه ځانله د پاکستان او ازبکستان ترمينځه چې د كوم اېم او يوز او لوظنامو اعلان شوے په هغې كښې د يونيورسټي آف پشاور او تاشقند يونيورسټي آف اورينټل اسټډيز ترمينځه ايم او يو، د انسټي ټيوټ آف سټريټيجک سټډيز اسلام آباد او ازبکستان انسټي ټيوټ سټريټجک اينډ ريجنل اسټډيز ترمينځه ايم او يو ، د خارجه وزارت ترمخه د انسټي ټيوټ آف ريجنل اسټډيز او ازبکستان انسټي ټيوټ سټريټجک و ريجنل اسټډيز ترمينځه د پاکستان ازبکستان ايکسپرټ کونسل جوړولو لپاره اېم او يو ، پاکستان نيوکليئر ريګوليټري اتھارټي او ازبکستان انډسټريل ، ريډي ايشن و نيوکليئر سيفټي کمېټي ترمينځه ايم او يو ، د قومي احتساب بيورو او ازبکستان اينټي کرپشن ايجنسي ترمينځه ايم او يو ، پشاور او د ترمز ښارونو انتظاميې ترمينځه د شراکت دارۍ اړيكو جوړولو لوظنامه ، اسلام آباد او د سمرقند انتظاميې ترمينځه د مرستي زياتولو لپاره ايم او يو او پاکستان ازبکستان جوائنټ بزنس کونسل جوړولو لپاره د فيډريشن آف پاکستان چيمبرز آف کامرس او ازبکستان صنعتونو ترمينځه لوظنامې هم شاملې دي،د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكي اعلاميې نه علاوه په 21 لوظنامو او د مفاهمت د يادداښتونو تبادله وشوه دغسې د 8 نورو ايم او يوز اعلان هم وشو۔ نېشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټېكنالوجي(نسټ)د جمهوريه ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف له د پاكستان او ازبكستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو كښې د هغه د غېر معمولي قيادت او خذمات په اعتراف كښې د ډاكټريټ آف فلسفه اعزازي ډګري او د پروفيسر شپ خطاب وركړو ۔په وزيراعظم هاؤس كښې د نسټ خصوصي كانوكېشن په مهال محمد شهباز شريف او د نسټ ريكټر ډاكټر محمد زاهد لطيف په رسمي توګه صدر مرزائيوف له د پي ايچ ډي اعزازي ډګړي او د پروفيسر شپ خطاب وركړو۔د نسټ رجسټرار ووئيل دا اعزازي ډګري او ټائټل د ازبكستان صدر له د هغه د غېر معمولي خذمات په اعتراف كښې وركړے شول۔د پاكستان او ازبكستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او په سيمه كښې امن او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره د پاكستان حكومت د ازبكستان صدر له د پي ايچ ډي ډګرۍ او اعزازي خطاب وركولو پريكړه وكړه ۔صدر شوکت مرزایوف پاکستان مزدې ملګرے او د باور وړ شراکت دار وګرځولو دغسې وزیراعظم شهباز شریف ووئيل دا معاهدے د دواړو هېوادونو سیاسی خواخش عکاسی کوي چې يو مستحکم، مربوط او سوكاله سيمه جوړه شي۔

مزید خبریں