اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان سره د يووالي په څرګندونه د نړيوالو لارښودو مننه كولو سره د ترهه ګرۍ په ضد په شريك عزم زور راوړې۔د اتوار په ورځ د سوشل ميډيا په پليټ فارم ايکس په خپل بيان كښې صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي چې پاکستان د نړيوالو لارښودو، حکومتونو او نړيوالو تنظيمونو د اړخه د يووالي په څرګندونه …
صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان سره د يووالي په څرګندونه د نړيوالو لارښودو مننه وكړه،د ترهه ګرۍ په ضد په شريك عزم زور

مزید خبریں
اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان سره د يووالي په څرګندونه د نړيوالو لارښودو مننه كولو سره د ترهه ګرۍ په ضد په شريك عزم زور راوړې۔د اتوار په ورځ د سوشل ميډيا په پليټ فارم ايکس په خپل بيان كښې صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي چې پاکستان د نړيوالو لارښودو، حکومتونو او نړيوالو تنظيمونو د اړخه د يووالي په څرګندونه او د يووالي په جذبو مننه كړې۔دا پيغامات د دې خبري توثيق کوي چې د ترهه ګرۍ او تشدد نظرياتو په ضد هلي ځلي شريكي دي۔ده ووئيل زمونږ مؤقف واضحه دے چې كوم هم هېواد په يواځې د ترهه ګرۍ مقابله نه شي كولې، پاکستان كښې د شوي پېښو څخه دا خبره ثابته شوې چې ترهه ګرو ډلو ته بهرنۍ مرستي او سهولت کاري ترلاسه شي نو د هغې په نتيجه كښې بے ګناه وګړي شهيدان كړي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل ځيني ګاونډي هېوادونه د بده مرغه ترهه ګرو له د خپلي خاوري څخه د پاکستان مخالف کارروائيو اجازه وركولو سره په دې جرم كښې شريك دي۔د هغوي د اړخه مالي معاونت سره ترهه ګرو له تکنيکي او عسکري وسائل هم وركړې كيږي۔صدرمملکت د افغانستان په صورتحال د سخت تشويش څرګندوني سره وئويل طالبان رجيم داسې حالات پيدا کړي كوم چې نائن اليون په شان يا هغې څخه هم بدتر دي۔دا وخت هم ترهه ګر تنظيمونه نړيوال امن لپاره خطر جوړ شوے ؤ او د هغې انجام 11 ستمبر پېښې په صورت كښې رامخې ته شوے۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د پاکستان ختيز ګاونډي هېواد طالبان رجيم معاونت کولو سره د پاکستان سره سيمه ايز او نړيوال امن ههم خطر سره مخ كوي۔ صدر مملکت په دې سخت كښې د يووالي په څرګندونه او مرسته د نړيوالي ورورولۍ مننه كولو سره وئيلي امن، استحکام او ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره د خپلو شراکت دارو سره په ګډه هڅو روانو ساتلو له لوظي يو۔










