د سعودي حج ويزه بائيو ميټرك كولو آخري ورځ ده

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي چې د سعودي حج ويزه بائيو ميټرك كولو نن د اتوار ورځ آخري ورځ ده،حج ويزه ترلاسه كولو لپاره تر 8 فروري بائيو ميټرك كول لازمي دې۔ جاري شوې بيان له مخې د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي حج كونكي د كور څخه د سعودي ويزه بائيو ايپ د لارې بائيو ميټرك كولې شي،د حج كونكو سهولت …

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي چې د سعودي حج ويزه بائيو ميټرك كولو نن د اتوار ورځ آخري ورځ ده،حج ويزه ترلاسه كولو لپاره تر 8 فروري بائيو ميټرك كول لازمي دې۔ جاري شوې بيان له مخې د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي حج كونكي د كور څخه د سعودي ويزه بائيو ايپ د لارې بائيو ميټرك كولې شي،د حج كونكو سهولت لپاره سعودي تاشير سينټر نن هم سهار 9 بجو نه تر ماښام 5 بجے پرانستلې وي،د سعودي حج ويزه به بائيو ميټرك نه غير ترلاسه كول نا ممكن وي، حج كونكي دې د خفګان څخه بچ كيدو لپاره په سمدستي توګه بائيو ميټرك وكړي۔وياند ووئيل د بائيوميټرك تصديقي اي ميل پرنټ دې ځان سره محفوظ كړي،8 فروري د سعودي ويزه بائيو ميټرك كولو ډيډ لائن دے۔

مزید خبریں