د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي ټي ټوئنټي ورلډ کپ كښې د نيدرلينډز په ضد کاميابي د فهيم اشرف غبرګوني زامنو په نوم كړه

لاهور 07 فروري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ(پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي د پاکستان ټي ټونټي ورلډ کپ كښې د نيدرلينډز په ضد وړومبي ميچ كښې كاميابۍ كښې مهم کردار ترسره كونكې فهيم اشرف ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د پاکستان کاميابي آل راؤنډر فہيم اشرف غبرګوني زامنو په نوم كوم۔ کولمبو كښې شوې ټورنامنټ افتتاحي ميچ كښې پاکستان په زړه پوري مقابلے نه پس …

لاهور 07 فروري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ(پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي د پاکستان ټي ټونټي ورلډ کپ كښې د نيدرلينډز په ضد وړومبي ميچ كښې كاميابۍ كښې مهم کردار ترسره كونكې فهيم اشرف ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د پاکستان کاميابي آل راؤنډر فہيم اشرف غبرګوني زامنو په نوم كوم۔ کولمبو كښې شوې ټورنامنټ افتتاحي ميچ كښې پاکستان په زړه پوري مقابلے نه پس نيدرلينډز له په درې وكټو ماتې وركړې۔نيدرلينډز د پاکستان په بلنه وړمبې بيټنګ كولو سره مقررہ اوورز كښې 147 رنز جوړ كړي او ټول ټيم آؤټ شوې۔د هدف تعاقب كښې د پاکستاني اننګز پېل ښه وو،خو مډل آرډر د دباؤ ښکار شوې ؤ۔پاکستان ته آخري دوه اوورز كښې 29 رنز پكار وو،په داسې نازك موقع فهيم اشرف ذمه واره او جارحانه بيټنګ کولو سره 19م اوور كښې 3 چھکو په مرسته 24 رنز سکور کولو سره ميچ بدل كړو۔ آخري اوور كښې فهيم اشرف چوکا لګولو سره ټيم کامياب كړو۔فهيم اشرف په 11 بالونو ناقابل شکست 29 رنز جوړ كړي،هغه ته دې کارکردګۍ پليئر آف دي ميچ ګرځولې شوي۔د هغه د ښه اننګز په سوب پاکستان د نيدرلينډز په ضد ماتي څخه بچ كولو سره ټورنامنټ فاتحانه آغاز وكړو۔د ميچ نه پس چيئرمين محسن نقوي په سوشل ميډيا پليټ فارم ايکس د فهيم اشرف غبرګوني زامنو عكس شيئر کولو سره ليكلي چې د نيدرلينډز ډلي ښه لوبه كړي،د نن دا ښكلي كاميابي د فهيم اشرف غبرګوني زامنو په نوم كوم۔

مزید خبریں