حسن ابدال 07 فروري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې کيډټ کالج حسن ابدال په شان ادارے د هېواد او قوم تقدير بدلولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي، اعليٰ معيارِ تعليم سره سره ښه اخلاقي تربيه هم د دې ادارے خاص خبره ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د حسن ابدال کيډټ کالج كښې كلن 'يومِ والدين' پروګرام كښې د خاص ميلمه په …
د حسن ابدال کيډټ کالج په شان ادارے د هېواد او قوم تقدير بدلولو كښې کردار ترسره كوي ۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف

مزید خبریں
حسن ابدال 07 فروري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې کيډټ کالج حسن ابدال په شان ادارے د هېواد او قوم تقدير بدلولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي، اعليٰ معيارِ تعليم سره سره ښه اخلاقي تربيه هم د دې ادارے خاص خبره ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د حسن ابدال کيډټ کالج كښې كلن ‘يومِ والدين’ پروګرام كښې د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه ۔”ميں مادرِ علمي کا قرض نهيں اتار سکتا” خپل خطاب كښې وفاقي وزير د يو “ابدالين” په حيث د فخر څرګندوني سره ووئيل زما د ژوند ټولي كاميابۍ د دې ادارے په وجه دي۔ده والدين له مبارکي وركولو سره ووئيل هغوي خوش قسمته دي چې بچي ئې په دې عظيم درسګاه کښې زدكړي ترلاسه كوي۔ خواجه آصف ووئيل زه د خپلي مادرِ علمي قرض نه شم پوره كولې،هو د هغې تعمير و پرمختګ لپاره به هر ممكن مرسته روانه ساتم۔ دې څخه وړاندې، کالج ته په رسيدو د کيډټس يوې چټك ډلې ده ته سلامي وكړه۔ خواجه محمد آصف د استاذانو سره تعارف نه پس د کيډټس جوړ شوي تخليقي مصنوعات نندارتون وكتلو او د هغوي ذهانت ئې وستائلو۔د دستوري په مهال هر رنګ جامه كښې ملبوس کيډټس د پي ټي ډرل، پريډ، اسونو زغل ، نيزه بازي، جمناسټك او ‘رنګ آف فائر’ ښه کرتب وښودل، كوم چې كتلو سره حاضرين حيران شول او د لاسونو پړاقه كښې ئې د هغوي ډادګيرنه وكړه۔د انعامات تقسيمِ و رپورټ کالج پرنسپل بريګيډيئر (ريټائرډ) آصف سعيد خټك د كلني کارکردګۍ رپورټ وړاندې كړو،دې نه پس خاص ميلمه ښه پوزيشن ترلساه كونكو زدكونكو له يادګاري شيلډز او سرټيفکيټس وركړل۔دستوره كښې د ټول هېواد څخه کيډټس والدين، فيمليز او سول و ملټري شخصيات ګڼ شمير كښې موجود وو۔د پروګرام په آخر د ميلمنو لپاره د ريفريشمنټ اهتمام شوې ؤ۔










