د تجارت وفاقي وزيرِ جام كمال خان د پاكستان ازبكستان بزنس فورم په موقع ميډ اِن ازبكستان نندارتون پرانسته وكړه

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزيرِ جام كمال خان د پاكستان ازبكستان بزنس فورم په موقع ميډ اِن ازبكستان نندارتون پرانسته وكړه۔ده د ازبكستان د تجارت وزير سره د نندارتون ربن كټ كولو سره باقاعده پرانسته وكړه۔ جاري شوې بيان له مخې په دې موقع د خيالاتو څرګندوني سره وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل ميډ اِن ازبكستان نندراتون به د پاكستان او ازبكستان ترمينځه …

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزيرِ جام كمال خان د پاكستان ازبكستان بزنس فورم په موقع ميډ اِن ازبكستان نندارتون پرانسته وكړه۔ده د ازبكستان د تجارت وزير سره د نندارتون ربن كټ كولو سره باقاعده پرانسته وكړه۔ جاري شوې بيان له مخې په دې موقع د خيالاتو څرګندوني سره وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل ميډ اِن ازبكستان نندراتون به د پاكستان او ازبكستان ترمينځه تجارتي و صنعتي مرستي وده كښې مهم كردار ترسره كړي،دا ډول نندارتونونه بزنس ټو بزنس رابطو، شريكو پروژو او سرمايه كارۍ نوي موقع پيدا كوي، پاكستان او ازبكستان ترمينځه ترجيحي تجارتي معاهدے او بزنس كونسل سره به دوه اړڅيزه تجارت نور هم زيات شي۔ وفاقي وزيرِ په نندارتون كښې لګولې شوي د بېل اسټالز دوره وكړه او ازبكستان مصنوعات معيار او برآمدي صلاحيت ئې وستائلو۔په دې موقع وفاقي وزيرِ عبدالعليم خان سيمه ايزي رابطه كارۍ او انفراسټركچر مرستي ته ودي وركولو په حاجت زور راوړو۔نندارتون كښې شريك وفاقي وزيرِ رانا تنوير حسين د زراعت او فوډ پروسيسنګ په څانګه كښې د مرستي پراخه امكانات رامخې ته كړل۔د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان صنعتي شراكت دارۍ او سرمايه كارۍ موقعې مهمي وګرځولې۔ميډ اِن ازبكستان نندراتون د ازبكستان صنعت، دستكاري او اختراعي مصنوعات پاكستان په ماركيټ كښې د معارفي كولو ښه پليټ فارم دے۔

مزید خبریں