د ملګرو ملتونو د اړخه ايران او امريكې خبرو اترو بحالۍ هركلے وكړو

ملګري ملتونه 07 فروري (اے پي پي) ملګرو ملتونو د ايران او امريكې خبرو اترو د بحالۍ هركلے كړې دے۔ شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د ايران او امريكې ترمينځه د مذاكراتو بحالۍ هركلي كولو سره هيله څركنده كړي چې خبري اتري به سيمه كښې تاؤ ترېښوالي كمولو او كوم هم لوئ بحران څخه بچ كولو كښې مرستياله وګرځي۔سيكرټري جنرل وياند د اړخه ميډيا ته …

ملګري ملتونه 07 فروري (اے پي پي) ملګرو ملتونو د ايران او امريكې خبرو اترو د بحالۍ هركلے كړې دے۔ شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د ايران او امريكې ترمينځه د مذاكراتو بحالۍ هركلي كولو سره هيله څركنده كړي چې خبري اتري به سيمه كښې تاؤ ترېښوالي كمولو او كوم هم لوئ بحران څخه بچ كولو كښې مرستياله وګرځي۔سيكرټري جنرل وياند د اړخه ميډيا ته جاري شوې نوټ كښې وئيلي چې د ملګرو ملتونو مشر پرله پسې تاؤ ترېښوالي كښې كمي او د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې د شخړو امناكه حل وكالت كوي۔ بيان كښې وئيلي شوې چې ټول خدشات لري كړېش ي او امناكه خبرو اترو د لارې دې مسئلې حل كړې شي۔نوټ له مخې سيكرټري جنرل د هغه سيمه ايزو هېوادونو هم مننه كړي كومو چې دغه خبري اتري ممكن كولو كښې كردار ترسره كړې،دغسې د سلطنتِ عمان كوربه توب هم ستائلې شوے۔

مزید خبریں