ملګرو ملتونو په پاكستان كښې په جومات د بريد غندنه وكړه

ملګري ملتونه 07 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د پاكستان پايه تخت اسلام آباد كښې په يو جومات د شوې بريد سخته غندنه كړې ده۔شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو نائب وياند فرحان حق د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې سيكرټري جنرل د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې په مسجد كښې د عبادت لپاره راغلو لمونځ كونكو د بريد …

ملګري ملتونه 07 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د پاكستان پايه تخت اسلام آباد كښې په يو جومات د شوې بريد سخته غندنه كړې ده۔شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو نائب وياند فرحان حق د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې سيكرټري جنرل د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې په مسجد كښې د عبادت لپاره راغلو لمونځ كونكو د بريد غندنه كړي۔ بيان كښې زور راوړې شوے چې وګړي او د عبادت ځايونه په نښه كول د نه قبلولو وړ دي او د دې بريد ذمه وار په ګوته كولو سره ئې انصاف سره مخ كړې شي۔بيان له مخې سيكرټري جنرل په بريد كښې شهيد شويو كسانو كورنيو سره غمرازي او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔د ملګرو ملتونو مشر د ترهه ګرۍ او تشدد انتها خوښۍ په ضد هلو ځلو كښې د پاكستان حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونې پخلے وكړو۔

مزید خبریں