اسلام آباد۔06 فروري(اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري وئېلي دي پاکستان د ازبکستان سره خپلو نزدې او د ورورولۍ اړيكو ته غیر معمولي اهمیت وركوي او دې شراکت دارۍ ته د فطري او تل پاتي اړيكو په توګه ګوري د كومو جرړی چې په مشترکه تاریخ، كلتور او عقیده اډاڼه دي ، پاکستان ازبکستان سره د روابط، تجارت او په اولسي كچه د روابط په څانګو كښې نزدې مرستې …
پاکستان ازبکستان سره روابط، تجارت او په اولسي كچه د روابط په څانګو كښې د نزدې مرستې د لارې اړېكې نوو بامونو ته رسولو لپاره عزم لري ، د صدر مملکت آصف علي زرداري د ازبک صدر شوکت مرزایوف سره ملاقات کښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔06 فروري(اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري وئېلي دي پاکستان د ازبکستان سره خپلو نزدې او د ورورولۍ اړيكو ته غیر معمولي اهمیت وركوي او دې شراکت دارۍ ته د فطري او تل پاتي اړيكو په توګه ګوري د كومو جرړی چې په مشترکه تاریخ، كلتور او عقیده اډاڼه دي ، پاکستان ازبکستان سره د روابط، تجارت او په اولسي كچه د روابط په څانګو كښې نزدې مرستې د لارې دوه اړخيزه اړيكې نوو بامونو ته رسولو لپاره عزم لري ۔ د ایوان صدر میدیا وڼ نه جاري بيان تر مخه صدر مملکت دا خبرې د جمعې په ورځد جمهوریه ازبکستان صدر شوکت مرزایوف سره ایوان صدر كښې د ملاقات په مهال وګرې ۔ د صدر شوکت مرزایوف هر كلي كولو سره صدر آصف علي زرداري دا باور څرګند كرو چې دا دورہ د نتیجې لرونكې او د سباون پلور د پیش قدمۍ باعث به جوړه شي ۔ ده صدر شوکت مرزایوف يو دور اندیش لارښود وګرځولو د چا په قیادت كښې چې ازبکستان يو جدید او خوشحال هېواد په توګه رامخې ته شوے او د چا خدمات چې د سيمه ايز او نړيوال امن زياتولو كښې په پراخه پیمانه ستائېلې شي ۔ ده د پاکستان او ازبکستان نزدې راوستو له د صدر مرزایوف ذاتي کردار ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صدر آصف علي زرداري ووئېل پاکستان او ازبکستان فطري شراکت دار دي د چا سباون چې د يو بل سره ټړلے دے ۔ ده دوه اړخيزه اړيكوز كښې په مثبت پیش رفت د اطمینان څرګندونې سره د تجارت، روابط، دفاع، سلامتیا، كلتور او ورثه په څانګو كښې د مرستې لا ودې لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو ۔ صدر مملکت د دواړو هېوادونو ترمينځه نيغ په نيغه فضائي روابط د اولس نزدې كولو ذریعه وګرځوله او د ازبکستان-افغانستان-پاکستان ریلوے منصوبې پشمول د سيمه ايز روابط اقدامات په اهمیت يې زور راوړو او د پاتي ماندہ چیلنجز مخ نيوي لپاره يې د مشترکه هلو ځلو ضرورت رامخې ته كړو ۔ صدر آصف علی زرداري اوسنو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارت كښې په پرله پسې زياتوالي په ګوته كولو سره ووئېل د اړيكو حقیقي معاشي صلاحیت كارول ضروري دے د كوم تر مخه چې تجارت تر 2 ارب ډالر د زياتولو هدف ټاكلے شوے دے۔ ده په اولسي كچه روابط، د سېلګرۍ ودې او كلتوري تبادلو د اهمیت ذکر وكړو كوم چې د دواړو هېوادونو تاریخي او روحاني روابط عکاسی کوي۔صدر مملكت د تجارت او سرمايه كارۍ بهاؤ له سهارا وركولو لپاره مالياتي ادارو په خاص توګه بانكونو ترمينځه مرستې او سهولت په ضرورت هم زور راوړو۔صدر شوكت مرزايوف ووئيل ازبكستان پاكستان سره ملګرتيا او تزويراتي شراكتدارۍ لا مستحكمولو ته لويې اهميت وركوي۔ده په بيلو كچو دوه اړخيزه روابط كښې پرله پسې اضافې٬ د تجارت ودې٬شريكو پروژو كښې زياتوالي او معيشت ترجيحي څانګو كښې د مرستې په پروژو د اطمېنان څرګندونه وكړه۔ده په دې لړ كښې خپل اړوند وزير ته د پاكستان هم څنګ سره د نزدې رابطې ساتلو هم هدايت وكړو۔ازبك صدر سياسي مكالمه لا قوي كولو٬تجارت٬معيشت او د سرمايه كارۍ اړيكو ودې او كاروباري روابط لا فعاله كولو د لارې عملي مرسته كښې د پراختيا په ضرورت زور راوړو۔ده صدر آصف علي زرداري ته د ازبكستان سركاري دورې هم بلنه وركړه۔ده دا اعلان هم وكړو چې د دواړو هېودونو ترمينځه به دوه اضافي نيغ په نيغه پروازونه پېل كړې شي كومو څخه به چې په اونۍ كښې د پروازونو شمېره 6 ته ورسي دغسې چې اولسي روابط٬سېلګرۍ او كاروباري هلو ځلو ته آسانۍ وركړې شي۔دواړو صدرانو د ملاقات په مهال سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د امن٬استحكام او سلامتيا چارې شاملې دي۔دواړو صدرانو ترمينځه وړومبے يو په يو ملاقات وشو چې پكښې په مهمو دوه اړخيزه٬سيمه ايزو او بين الااقوامي چارو خبرې وشوي۔د دې نه پس دواړو لارښودو د پلاويو سره تفصيلي خبرې وكړې۔د پلاوي په كچه شوو خبرو كښې د پاكستان لخوا نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د تجارت وزیر جام کمال خان،د ريلوے وفاقی وزیر محمد حنیف عباسی،د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز احمد بګټی، د صنعت و پیداوار خاص مرستيال هارون اختر، سینیټر سلیم مانډوی والا،د قامي اسمبلۍ غړې راجه پرویز اشرف،د سينيټ پخوانې چیئرمین نیئر حسین بخاری، ازبکستان كښې د پاکستان سفیر اور خارجه سیکرټری ګډون وكړو۔د ازبك پلاوي كښې د صدر صلاحكار عبدالعزیز کاملوف، دفاع وزیر شوخرات خالمحمدوف، د سرمايه كارۍ ، صنعت و تجارت وزير لذیذ قدرتوف، د ټرانسپورټ وزیر الخام مخکموف،د معدنیات و جیولوجی وزیر بابر اسلاموف، د زراعت وزیر ابراہیم عبدالرحمونوف، د ثقافت اوزودبیک وزیر نذربیکوف، نائب خارجه وزیر باخروم علیوف او پاکستان د ازبکستان سفیر علیشر توختائیف شامل وو۔د دې نه پس يو خاص دستوره كښې صدر آصف علي زرداري د پاكستان او ازبكستان اړيكو قوي كولو كښې د ځانګړو خذمات په اعتراف كښې صدر شوكت مرزايوف ته نشان پاكستان اعزاز وركړو۔دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف٬د وفاقي كابينې غړو٬پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو٬غېر ملكي سفيرانو او پارليمنټرينز ګډون وكړو ۔د دستورې نه پس معزز مېلمه په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړی شوه۔










