د ترلائي امام بارګاه ځانمرګي بريد كښې 31 كسان شهيدان٬ 100 څخه زيات ژوبل٬په ايسارولو بريد كو,نكو ډزې وكړې او په دروازه يې چاودنه وكړه٬ د بريد كوونكو پیژندګلي شوې۔د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي د ترلائي امام بارګاه ځانمرګي بريد كښې 31 كسان شهيدان شوي او د 100 څخه زيات ژوبل دي ٬ په 1 بجه او 42 منټه چاودنه شوې٬ځانمرګے بريد كونكے د امام بار ګاه تر وړومبو صفونو رسېدو څخه ايسار كړے شو نو هغه ډزې شروع كړی٬ بريد كونكيې د دروازې په خوا كښې چاودنه وكړه٬ د …

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي د ترلائي امام بارګاه ځانمرګي بريد كښې 31 كسان شهيدان شوي او د 100 څخه زيات ژوبل دي ٬ په 1 بجه او 42 منټه چاودنه شوې٬ځانمرګے بريد كونكے د امام بار ګاه تر وړومبو صفونو رسېدو څخه ايسار كړے شو نو هغه ډزې شروع كړی٬ بريد كونكيې د دروازې په خوا كښې چاودنه وكړه٬ د بريد كوونكو پیژندګلي شوې٬ټولې ريسكيو ادارې د 10 نه تر 12 منټه كښې دننه د پېښې ځاے ته رسېدلې٬دا ترهه ګر د لويې څښتن په لار كښې نه د ډالرز په خاطر چاودنه كوي٬څومره چې زيات خلق مړه شي دومره زيات ډالرز ترلاسه كېږي۔د جمعې په ورځ ماښام ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل پلټنې روانې دي او د هغوي تر سهولت كارو رسوو ٬انشاﺀالله 72 ساعتو كښې دننه به ټول هينډلرز او په دې پېښه كښې ككړ كسان په اړه تفصيلي رپورټ د وزيراعظم په حكم وړاندې كړو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزير مملكت ووئيل دا د امنيت ناكامي نه ده٬دا يو غبرګون دے ځكه چې مونږ د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې فرنټ لائن رياست يوو او مونږ د ټولې نړۍ حفاظت كوو٬ځكه په مونږ بريدونه كيږي٬هغوي چې كوم ديوال كمزورې كول غواړي او هغه ديوال “پاكستان” دے۔كه چرې دا ديوال كمزورې شو نو دا اور به تر زمونږ د پولو اسيار نه كړے شي ٬ ده ووئېل دا زمونږ ذمه داري ده ٬ مونږ يو ذمه واره رياست لرو او خپله ذمه واري پوره كوو٬ مونږ دا جنګ ګټونكے يو او مونږ به دا جنګ ګټو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټولې سكيورټي ادارې خپل خپل كار كوي٬د دې كاروائۍ نه پس ځانمرګي بريد كونكي پیژندګلي شوې ٬ كه مونږ ته دا معلومه ده چې هغه د كوم ځاے نه سفر كړے نو پاتې معلومات به هم رامخې ته شي٬خو تر څو چې دا پلټنې بشپړې نه شي٬كوم معلومات به نه عام كېږي ٬ دغسې چې شرخوښي د دې ګټه پورته نه كړي٬خو دا باور ولرئ چې په اسلام آباد كښې د شوي تېر بريد هينډلرز نه واخله په دغې كښې شامل يو يو كس نيولے شوے او هغوي سره د قانون له مخې سلوك كيږي٬انشاﺀالله دوي به هم ډېر زر ونيولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان به هله محفوظ شي كله چې مونږ ټول پاكستان محفوظ كړو٬د اسلام آباد پولې خېبر پښتونخوا سره لګي او دا يو اوږده پوله ده۔اسلام آباد د پاكستان وړومبے ښار دے كوم چې “سيف سټي”نه وړاندې اوس “سمارټ”سټي جوړیږي۔ سږ كال د سمارټ سټي منصوبې له مخې كيمرو او په نوره ټېكنالوجۍ دېره سرمايه كاري كيږي٬ټولې ادارې جديد آلات لري او د هغوي په صلاحيتونو كښې اضافه كېږي۔ده ووئيل زمونږ ډلو د جديدې ټېكنالوجۍ او پيشه وره مهارت د لارې ډېر بريدونه د وخت نه وړاندې مخ نيوے كړے۔اسلام آباد پوليس د اسلام آباد آئي جي په مشرۍ كښې هر كيس حل كړے٬ دا كوم آسان كار نه دے٬زما سره دلته هغه افسر ولاړ دے د چا ملګرو او وروڼو چې د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي٬ ده ووئېل مونږ خپله ذمه واري پوره كوو٬پاتې خبره د تهوارونو ده نو د پاكستان به رونقونه به روان وي۔دا خو ترهه ګر غواړي چې پاكستان ايسار كړے شي٬دلته لوبې ونه شي٬پلاوي رانشي٬مونږ هغه نه كوو كوم چې ترهه ګر غواړي٬مونږ حوصلې لوړې دي۔

مزید خبریں