اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د دبئي دورې نه په راستنېدو سمدستي اسلام آباد كښې د ترلائي امام بارګاه ته لاړو چرته چې هغه د ځانمرګي چاودنې د پیښې ځاے څارنه وكړه او د صورتحال يې تفصيلي جاج واغست۔د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري٬داخله وفاقي سېكرټري خرم آغا٬د اسلام آباد چيف سېكرټري محمد علي رندها او …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ترلائي امام بارګاه دوره٬د چاودنې د ځائے معائنه او د بحالۍ احكامات

مزید خبریں
اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د دبئي دورې نه په راستنېدو سمدستي اسلام آباد كښې د ترلائي امام بارګاه ته لاړو چرته چې هغه د ځانمرګي چاودنې د پیښې ځاے څارنه وكړه او د صورتحال يې تفصيلي جاج واغست۔د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري٬داخله وفاقي سېكرټري خرم آغا٬د اسلام آباد چيف سېكرټري محمد علي رندها او د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي هم موجود وو۔ټولو اعلٰی چارواكو په امام بار ګاه كښې د ماښام او ماسخوتن مونځ ادا كړو او نزدې تر يو ساعت هلته موجود وو۔په دې موقع ده په چاودنه كښې د شهيدو شوو كسانو لوړو درجو٬په هېواد كښې امن و امان٬مذهبي همغږۍ او قامي يو والي لپاره خاص دعا وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د امام بارګاه منتظمين سره ملاقات وكړو او د ترهه ګرۍ بريد يې په سختو ټكو غندنې كولو سره ووئيل بې ګناه مونځ كوونكو او د عبادت په ځايونو بريد كوونكي خارجي ځناور دي٬پاكستان كښې ترهه ګري كوونكي عناصر ته غېر ملكي ملاتړ ترلاسه دے او دښمن زمونږ امن او برمختګ په نخښه كول غواړي٬خو ټول قام د هغوي په ضد يو موټے دے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د سي ډي اے چيئرمېن ته هدايت وكړو چې د امام بار ګاه زر تر زره د بحالۍ كار پیل كړئ۔ده د اسلام آباد آئي جي ته د پیښې د بشپړه پلټنو او د ككړو ترهه ګرو د سمدستي نيولو حكم وركړو۔ ده د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كولو سره چارواكو ته د ښه طبي آسانۍ برابرولو تاكيد وكړو۔د كورنيو چارو وزير مملمكت طلال چوهدري د دې عزم څرګندونه وكړه جې د ترهه ګرو به د پاكې خاورې څخه خاتمه كولې شي۔ده واضحه كړه چې رياست به د بې ګناه وګړو د وينې د يو يو څاڅكي حساب اخلي او دښمن به د ناپاكه عزائم كاميابۍ ته پرې نه ږدو۔










