بيرسټر دانيال چوهدري د ترلائي چاودنې غندنه وكړه

پینډي 06 فروری(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو پارليماني چارو وفاقي سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري د پلازمينه اسلام آباد په ترلائي سيمه كښې د شوې چاودنې په سختو ټكو غندنې كولو سره په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې بيرسټر دانيال چوهدري ترلائي كښې شوې چاودنه يوه افسوسناكه او بزدلانه كاروائي وګرځوله چې پكښې بې ګناه كسان په نخښه …

پینډي 06 فروری(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو پارليماني چارو وفاقي سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري د پلازمينه اسلام آباد په ترلائي سيمه كښې د شوې چاودنې په سختو ټكو غندنې كولو سره په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې بيرسټر دانيال چوهدري ترلائي كښې شوې چاودنه يوه افسوسناكه او بزدلانه كاروائي وګرځوله چې پكښې بې ګناه كسان په نخښه كړې شوي۔ده ووئيل په دې پیښه كښې په قيمتي ځاني زيان ډېر خفه يم٬د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كوم او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يوو ۔وفاقي پارليماني سېكرټري ووئيل په بې ګناه او د مونځ كوونكو د ترهه ګرۍ بريد يو ښكاره بزدلانه فعل دے ٬ د دې چې څومره هم غندنه اوشي كمه ده۔ده په چاودنه كښې د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا٬د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔

مزید خبریں