اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د ترلائي امام بارګاه چاودنې په سختو ټكو غندنې كولو سره په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څركندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير په چاودنه كښې په حق رسېدلو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه وكړه ۔د جمعې په ورځ په …
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د ترلائي امام بارګاه كښې د چاودنې غندنه٬مونځ ګزار په نخښه كول بزدلانه٬انسانيت سوز او د كركې وړ فعل دے۔عطاﺀ الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د ترلائي امام بارګاه چاودنې په سختو ټكو غندنې كولو سره په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څركندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير په چاودنه كښې په حق رسېدلو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه وكړه ۔د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير په چاودنه كښې په حق رسېدلو كورنيو سره د غمرازۍ يو والي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل مونځ ګزار په نخښه كول بزدلانه٬انسانيت سوز او د كركې وړ فعل دے ٬ د دې چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده٬ذمه دارو ته دې سخته سزا وركړې شي۔ده ووئيل په هېواد كښې امن او امان خرابونكي او فرقه واره هم غږۍ ته د زيان رسولو به چاته اجازه ورنه كړې شي۔رياست د اولس د ځان او مال او جوماتونو او امام بارګاه تحفظ لپاره عزم لري٬وفاقي وزير ووئيل د شرخوښو عناصرو په ضد به زيرو ټالرينس پالېسۍ له مخې كاروائي روانه ساتلې شي










