اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر غلام مصطفٰی شاه سره د جمعې په ورځ د عمان سلطنت پارليماني پلاوي ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو٬پارليماني مرستې او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه ووئيل پاكستان او عمان سلطنت نزدې ورور اسلامي هېوادونه …
د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر غلام مصطفٰی شاه سره د عمان سلطنت پارليماني پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر غلام مصطفٰی شاه سره د جمعې په ورځ د عمان سلطنت پارليماني پلاوي ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو٬پارليماني مرستې او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه ووئيل پاكستان او عمان سلطنت نزدې ورور اسلامي هېوادونه دي٬پاكستان عمان سره د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په نظر ګوري٬عمان كښې د مېشته پاكستان كميونټۍ په ښه كوربتوب پاكستان د عمان سلطنت مننه كوي۔ده ووئيل پارليماني مرستې څخه به د پاكستان او عمان دوه اړخيزه روابط لا قوي شي٬د دواړو هېوادونو شريكې ګټې په منطقه كښې د امن او استحكام ضامن دي۔د عمان پارليماني پلاوي غړو وينا وه چې پاكستان زمونږ لپاره محترم او نزدې هېواد دے٬د پاكستان او عمان اړيكې تاريخي٬مذهبي او په شريك باور اډانه دي۔په ملاقات كښې د تجارت٬سرمايه كارۍ٬افرادي قوت او پارليماني روابط په وده اتفاق وشو










