اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د جمعيت علمائے اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان اسلام آباد كښې د شوې افسوسناكې چاودنې غندنه كړی ده ۔ د جے يو آئي مركزي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې مولانا فضل الرحمان ووئېل بريد كونكے د انسانيت دښمن او د كوم هم رعايت مستحق نه دے٬كے پي او بلوجستان نه پس اوس اسلام آباد كښې هم پرله پسې د ترهه ګرۍ كاروائي كيږي۔ده …
د جمعيت علمائے اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان اسلام آباد كښې د شوې افسوس ناكې چاودنې غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د جمعيت علمائے اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان اسلام آباد كښې د شوې افسوسناكې چاودنې غندنه كړی ده ۔ د جے يو آئي مركزي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې مولانا فضل الرحمان ووئېل بريد كونكے د انسانيت دښمن او د كوم هم رعايت مستحق نه دے٬كے پي او بلوجستان نه پس اوس اسلام آباد كښې هم پرله پسې د ترهه ګرۍ كاروائي كيږي۔ده ووئيل د ترهه ګرو كوم مذهب نشته۔ده په چاودنه كښې د شهيدو شوو لوړ درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه او غم جنو كورنيو سره يې د يو والي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د ځپليو په غم دړد كښې برابر شريك يوو










