اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي وئيلي دي حكومت بهر هيوادونو كښې مېشته پاكستانيان خپل تهذيب او كلتور څخه خبرولو له عملي ګامونه پورته كوي او دې مقصد لپاره د برطانيې او اروپا په شمول بېلو هېوادونو ته د كلتوري پلاويو په لېږلو غور كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستاني نژاد برطانوي سیاستمدارې ، د البا پارټي چیئرپرسن او پخوانۍ …
حكومت بهرنو هيوادونو كښې ميشته پاكستانيان خپل تهذيب او كلتور څخه خبرولو له عملي ګامونه پورته كوي٬ د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی د برطانيی پخوانۍ پارليماني غړې تسمينه شيخ سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي وئيلي دي حكومت بهر هيوادونو كښې مېشته پاكستانيان خپل تهذيب او كلتور څخه خبرولو له عملي ګامونه پورته كوي او دې مقصد لپاره د برطانيې او اروپا په شمول بېلو هېوادونو ته د كلتوري پلاويو په لېږلو غور كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستاني نژاد برطانوي سیاستمدارې ، د البا پارټي چیئرپرسن او پخوانۍ پارليماني غړې تسمینه احمد شېخ سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل په برطانیه كښې د مېشته پاكستاني كميونټي نوے نسل خپل تهذيب او كلتور سره تړل د وخت مهم ضرورت جوړ شوے۔ ده ووئيل د تسمينه احمد شېخ پاكستان او پاكستاني اولس لپاره مثبت سوچ د ستائنې وړ دے۔ ده باور وركړو چې وزارت به برطانيه او اروپا كښې مېشته پاكستاني وګړي خپل كلتور او فنون څخه خبرولو له اقدامات روان ساتي۔ تسمینه احمد شېخ ووئيل د پاكستان او برطانيه ترمينځه تعليم سره سره د كلتوري همكارۍ ودې پراخه موقعې موجود دي ولې چې برطانيه كښی د پاكستاني كميونټي لويه شمېره آباده ده۔ دې ووئيل د پاكستان كلتور په نړيواله كچه ښكاره اهميت لري او زما د پلار تعلق پاكستان سره دے ځكه زما پاكستان سره جذباتي تعلق دے۔ په ملاقات كښې تسمینه احمد شېخ د پاكستان په تاريخ ډارمه جوړولو كښې هم خوښي ښكاره كړه دغسې چې نوے نسل د قامي تاريخ څخه خبر كړے شي۔










