اسلام آباد۔6 فروری(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف او د ازبکستان صدر شوکت مرزائیوف د کاروباری ورورولۍ كردار د دواړ هېوادونو د اقتصادي اړيكو ودې له مهم ګرځولو سره باور وركړے دے چې د كاروبار په لاره كښې ولاړ ټول خنډان به لرې كولې شي ، د دواړو هېوادونو سرمايه كار كاروباري موقعو څخه استفادې كولو سره په نړيوال ماركيټ كښې خپل ځاے جوړولې شي٬ د دواړو هېوادونو د نجي …
كاروباري ورورولي د دواړو هيوادونو اقتصادي اړيكو ته په وده كښې مهم كردار لري ٬ د نجي څانګو ترمينځه د 3 اربه 40 كروړو روپو په لوظنامو عملدرآمد مهم پيشرفت دے ٬ پاكستان – ازبكستان بزنس فورم ته د وزيراعظم شهباز شريف او ازبك صدر خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 فروری(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف او د ازبکستان صدر شوکت مرزائیوف د کاروباری ورورولۍ كردار د دواړ هېوادونو د اقتصادي اړيكو ودې له مهم ګرځولو سره باور وركړے دے چې د كاروبار په لاره كښې ولاړ ټول خنډان به لرې كولې شي ، د دواړو هېوادونو سرمايه كار كاروباري موقعو څخه استفادې كولو سره په نړيوال ماركيټ كښې خپل ځاے جوړولې شي٬ د دواړو هېوادونو د نجي څانګو ترمينځه د 3 اربه 40 کروړو په لوظنامو عملدرآمد مهم پېشرفت دے۔ ده د جمعې په ورځ دلته د پاكستان او ازبكستان تجارتي حجم كښې زياتوالي او د دواړو هېوادونو ترمينځه د كاروباري فعاليتونو ودې سره اړوند پاکستان-ازبکستان بزنس فورم ته خطاب كولو۔ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير ٬ د دواړو هېوادونو وزيران ٬ اعلی سركاري چارواكي او د بزنس كميونټي سره تعلق لرونكې نوموړي شخصيات موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل تاشقند بزنس فورم زيات تعميري ثابت شو چې ورسره د تجارت حجم زيات شو او دا تېر كال زياتېدو سره 450 ملین ډالر ته ورسېد۔ ده ووئيل د دوه اړخيزه تجارت حجم 2 اربه ډالرو په رسولو او د سائنس او ټېکنالوجۍ، توان، كركيلې او ټېكسټائل څانګ كښې همكارۍ ته په وده وركولو اتفاق شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه د خپله مينځه تجارت زياتولو صلاحيت لري۔ ده د حكومت د معاشي اقدامات ذكر كولو سره ووئيل د ګرانۍ شرح مو 30 فيصد څخه په كمولو سنګل ډېجټ ته راوستې ده ، پالېسی رېټ كم شوے دے۔ ده ووئيل تېر كال 18 فيصد زياتوالي سره برآمدات 3.8 اربه ډالر ته ورسېدل٬ د ازبكستان صدر په دې لړ كښې خصوصي مهارت لري۔ ده ووئيل د ده په مشرۍ كښې د ازبكستان مجموعي پېداوار په تېرو لس كلونو كښې يو په دوه شو٬ ازبك مشرتابه 85 لکه كسان بې وزلۍ څخه وويستل٬ بېروزګاري كښی يۍ كمي وكړه۔وزیراعظم ووئيل د دورې په مهال د قدرتي وسائلو ٬ صحت ٬ ټرانسپورټ او سېلګرۍ په څانګو كښې همكارۍ ته په ودې وركولو اتفاق وشو۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان بلها قدرتي وسائل لري ٬ ازبكستان دې څخه ګټه پورته كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل سېلګرۍ ته ودې وركولو له به پي آئي اے خپل پروازونه زيات كړي۔ د ازبكستان صدر شوكت مرزائیوف بزنس فورم ته خطاب كښې ووئيل کاروباری طبقه د دواړو هېوادونو ترمينځه د رابطې ذريعه ده كومه چې په اقتصادي اړيكو كښې بنيادي كردار لري٬ دې ته به كاروبار لپاره هر ډول آسانۍ وركولې شي او خنډان به لرې كولې شي۔ هغه په كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو زور راوړو چې هغوي مسئلې او خنډان په ګوته كړي٬ هغه ووئيل د دوه اړخيزه همكارۍ د لارې مخ په وړاندې تګ څخه دواړه هېوادونه استفاده كولې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل زه د خپل ورور شهباز شريف د لارښودنې د صلاحيتونو اعتراف كوم ٬ د پاكستان او ازبكستان ترمينځه اړيكې ګڼ اړخيزه شكل اختيار كړے دے٬ په بزنس فورم كښې په لوظنامو عملدرآمد سره دوه اړخيزه اړيكې به لا مضبوطې شي۔ هغه ووئيل ازبك حكومت او اولس پاكستان سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ، د دواړو هېوادونو سرمايه كار او تاجر د يو بل تجربو څخه استفاده كوي٬ بزنس فورم او دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي همكاري لا پراخه شي۔ هغه پاكستاني سرمايه كارو ته بلنه وركړه چې هغوي ازبكستان ته راشي اود ماركيټ جاج واخلي٬ د دواړو هېوادونو سرمايه كار په ګده كار كولو سره په نړيوال ماركيټ كښې خپل مقام پېدا كولې شي۔ هغه ووئيل پاكستان سره د جراحۍ آلات او داروګانو په جوړولو كښې مرسته كوو۔ هغه پاكستانو سوداګرو له تر 10 كاله ټېكس څخه د استثنی وركولو اعلان وكړو۔ هغه ووئيل كال 2026ء به همكارۍ ته د ودې وركولو كال ثابت شي۔ ازبك صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه د پروازونو زياتولو اعلان هم وكړو۔ د ازبکستان صدر د پروفېسر او ډاکټر په ټائټل مننه وكړه۔ د بزنس فورم په مهال د پاكستان او ازبكستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د لوظنامو تبادله وشوه۔










